پیښور کښې هغه ماشوم چې موټل سایکل ی په یو ټایر چلول، ژوند له لاسه ورکړې

File photo
باغی ټي وي رپورټ
د پيښور په حسن ګړه سيمه کښې يو ماشوم چې موټر سائيکل ی په یو ټایر چلولو، هم له دې امله مړ شوے دے۔پوليسو مړې د پوسټ مارټم رپورټ لپاره هسپتال ته منتقل کړے دے او تحقيقات ئي شروع کړي دي .
د ماشوم عمر 13-14 کاله ښودل کیږي چې د کور څخه په موټرسايکل د پیو راوړلو په موخه روان وو، چې په ترڅ کې يې موټر سايکل د کانال پر سړک له ټکر سره مخ شو، چې له امله يې ماشوم سخت ټپي شو او وروسته مړ شو.
مدعی وویل چې هغه نه غواړي چې په بل کوم چا دعوی وکړي.
بل لوري ته پوليس وايي دغه ماشوم د موټر چلولو پر مهال په موټر سایکل ون ویلنګ (موټر سایکل ی په یو ټایر چلولو) چې له ټکر سره مخ شو،او په سر او مخ سخت ټپي شو. پوليس رپورټ درج کړے او نور تحقيقات ئي شروع کړي دي۔
……..
نور خبرونه
د کارګل شهید کرنل شیر خان مزار څخه د غلا په تور تورن تن نیول شوې دې
کال ۲۰۱۸ څخه وړاندې فیټف کښې د پاکستان ریکارډ ښه نه وو: حماد اظهر
عمران خان د لانګ مارچ بهانه جوړوي او د ملک حالات خرابوي: د وزیراعظم خاص مرستیال، عطاتارړ
د سیلاب ځپلو لپاره مو خیرات نه بلکه د نړۍ مرستې ته اړتیا ده: احسن اقبال






