د کارګل شهید کرنل شیر خان مزار څخه د غلا په تور تورن تن نیول شوې دې

0
99

باغي ټي وي رپورټ
د کیپټن کرنل شېرخان نشان حیدر د قبر د غلا په تور دوه مشکوک کسان نیول شوي چې د کارګل په محاذ کې د دښمن په مقابل کې شهید شوی وو.

دپوليسو وينا ده چې دکيپټن کرنل شېرخان له مقبرې څخه يې دغلا کولو تورن کسان نيولي دي اؤ غلا شوي توکي يې هم ترلاسه کړي دي.
د پوليس وينا ده چي ملزمانو د زيارت نه سولر بيټرۍ، د نشان حيدر نقلونه، بيرغونه او موټر سائيکلونه غلا کړي وو۔
دا خبره د یادونې ده چې په صوابۍ کښې د شهيد کارګل کيپټن کرنل شېرخان شهيد (نشان حيدر) له مزار څخه غلا شوې او پولیس د ملزمانو لټون روان پیل کړې وو.

د پوليس ترمخه د کالو خان پوليس سټيشن کښي د کارګل کيپټن کرنل شيرخان د وراره په شکايت د غلا مقدمه درج کړے شوي ده۔

د ايف آئي آر ترمخه د سولر سيسټم، 2200 وولټ بيټرۍ، يو پيډسټل فین، د اوبو يو فلټر، 2 د فولادو پولونه، 2 مارخور مډالونه، يو يو پي ايس، د نشان حيدر مډال کاپی، دوه بيرغونه او د کپتان کرنل شېرخان شخصي موټرسايکل شامل وو.
………………..
اړوند خبر

د کارګل جنګ شهید کرنل شیرخان د قبر څخه غلا شوې ده، تورن کسانو د مزار څخه سولر سسټم،بیټرې او نور مهم سامان غلا کړې دې

Leave a reply