د پاکستان او افغانستان ترمینځ په لانجه منه پوسته شخړه بیا رامینځ ته شوه

په عکس په سور رنګ دایره کښې دا هغه لانجه منه پوسته ده چې افغان ځواکونو له لوري جوړیږي .
نصیب شاه شینواري
نن د ګل په ورځ په پاک افغان پوله تورخم هغه وخت د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمینځ حالات کړکیچن شو چې افغانستان د پرونۍ جرګې غوښتنو څخه سرغړونه وکړه او په لانجه منه پوسته ی بیا کار شروع کړو.
د تورخم په باچامینه سیمه کښې ځایی اولس ترمخه په دوی کښې سخت ډار خپور شو ځکه دوی داسې انديښنه څرګنده کړه چې که افغان ځواکونه په دې پوسته کار پیل کوي نو یو ځل بیا به د دواړو هیوادونو ځواکونه په یو بل ډزې پیل کړي او جنګ به بیا پیل شي.
د خیبر چیمبرآف کامرس مشران چې د پاکستان له لوري جرګې غړي هم وو ویلي دي چې افغان ځواکونو د پرونۍ جرګې عزت وکړو او هم ددوی جرګې مشرانو د مداخلت وروسته ی تعمیراتی مشینري د لانجه منې پوستې څخه واپس کړې ده چې له وجهې ی د پاکستان او افغانستان ترمینځ د اندیښنې وړ دا حالات یو ځل بیا نارمل شو او د جنګ خطره ختمه شوه.
ددې خبرې باید یادونه وشي چې په سوشل میډیا باندې هم په افغان جرګه نیوکې وشوې چې پرون دوی سره هم په دې خبره شوې وه چې اول به ډز بندي وي او په متنازعه پوسته باندې به کار بند وي خو له بده مرغه نن افغان ځواکونو د مشرانو جرګې څخه سرغړونه وکړه او په لانجه منه پوسته ی کار شروع کړو خو د پاکستان لوري جرګې په مداخلت ی تعمیراتي مشینري واپس کړه او د پاکستان او افغانستان ترمینځ د جنګ خطره ختمه شوه.
……..