د پاکستان او افغانستان ترمینځ په بارډر شخړه، د دواړو هیوادونو مشرانو په یوه ګډه جرګه کښې ګډون کړې

نصیب شاه شینواري
د پاکستان او افغانستان ترمینځ په پوله رامخې ته شوې شخړې د هوارولو لپاره نن د اتوار په ورځ (نهم مارچ ) په تورخم کښې د پاکستان او افغانستان مشرانو او سوداګرو جرګه وشوه.
د لنډي د مشرانو جرګې یو مشر شاه خالد شینواري اوویل چې مونږ د افغانستان اسلامي امارت له لوري رالیږلې شوې د مشرانو جرګې سره اولیدل او د دواړو لوري یو بل ته د بارډر دې شخړه په هوارولو باندې د خوښې څرګندونه وشوه.
شینواري اوویل چې مونږ افغان پلاوي ته اوویل چې لکه څنګه چې د پښتنو د جرګو دستور او روایت وي چې اول ډزبندي وي ،دویم چې په کوم لانجه من ځای باندې شخړه را اوچته شوي وي نو باید چې په هغه ځای کار بند شی او هم دغه شان به په دریمه مرحله کښې د تورخم پوله پرانستل شي.
د لنډي کوتل مشرانو پلاوي دې غړي اوویل چې افغان پلاوي زمونږ غوښتنې اوریدلو پس وخت اوغوختلو او وې ویل چې دا به د افغانستان اسلامي امارت نماینده او د تورخم کمیسار مخې ته کیږدو.
ځایی خلقو د تورخم شخړه هوارولو لپاره دا جرګه یو ښه پرمختګ اوبلل او وې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت باید دا غوښتنې اومني، ډزبندي وکړي،په لانجه منو پوستو کار بند کړي نو داسې به پوله هم پرانستل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网