ډاکټر تواب شاه مسرور یو شمیر مهم قراردادونه وړاندې کړل

نصیب شاه شینواري
د خدای بخښلي امیر حمزه بابا شینواري چې د غزل بابا لقب ی ګټلې ۳۱یودیرشم تلین(اتوار ورځ ،۲۳ درویشتم فروري) په موقع د خیبر پښتوادبي جرګې غړي ، د پښتو ژبې استاد او د امیرحمزه بابا په شاعرې او د پښتو ژبې لپاره خدمت باندې ی چې پي ایچ ډي ډګري ترلاسه کړې، ډاکټر تواب شاه مسرور او د حمزه بابا کورنۍ له لوري یو شمیر قراردادونه وړاندې کړل کوم چې په دستوره کښې شریکو غړو لاس اوچتولو سره منظور کړل.
ډاکټر تواب شاه مسرور اول قرارداد وړاندې کړل او غوښتنه ی وکړه چې د بابا په مزار کښې دې یو لوی کانفرنس تالار(هال) جوړ شی چرته چې شاعران ادبي دستورې ترسره کړي.
دویم قرارداد ی هم وړاندې کړل او وې ویل چې په مزار کښې دې یو جومات جوړ شی، بل قرارداد هم وړاندې کړې شو چې د حمزه بابا لایبریري (کتابتون) دې د عام اولس لپاره پرانستل شی او یو ذمه وار اهلکار ،لایبریرین دې په دې کتابتون کښې وټاکل شی چې اولس وکولې شی چې د حمزه بابا کتابون څخه ګټه پورته کړي او د حمزه بابا د ژوند څخه خبر شي.
بل قرارداد ی هم وړاندې کړو او ویل چې د لنډي کوتل ټي ایم او دې دو کسان د بابا مزار د صفایی او حفاظت لپاره راولیږي، نور قراردادونه هم داسې وو کوم چې لاندې ذکر شوي دي.
د خیبر پښتونخوا کلچر او ټوورازم اداره دې د حمزه بابا په نوم یو تحقیقي مرکز جوړ کړي کوم چې په بابا باندې شوې تحقیق محفوظ کړي او نور ریسرچ لپاره انتظام وکړی او د بابا ناچاپه کتابونه چاپ کړي.
دا اداره د ې د خیبر ضلعې شاعرانو ناچاپه د شاعرۍ او نور ادبي ناچاپه کتابونه د چاپ کولو بندوبست وکړي چې خلق ددې شاعرانو د لیک څخه ګټه پورته کړي.
دا اداره دې د حمزه بابا په نامه د ایوارډ دستورې پیل وکړي کوم چې نه یوازې د خیبر ضلعې بلکه د ټول هیواد څخه د پښتو ادب په خدمت باندې شاعرانو او ادیبانو ته اعزازونه ورکړي.
ګورنمنټ پوسټ ګریجویټ کالج لنډي کوتل او د فاټا یونیورسټي نومونه دې د امیرحمزه بابا شینواري په نامه منسوب کړې شي.
ډاکټر تواب شاه د ضلع خېبر ېوتهه افېرز څخه هم نړۍ مننه کړې او وې وېل چې ېاده دستوره هم ددوې په مرسته ترسره شوه ۔