په څلورمه ورځ هم تورخم پوله تړل شوې، عام اولس غوښتنه کوي چې پوله دې پرانستل شي

لنډي کوتل: د پاکستان ایکسپورټ توکو ډک ګاړي په لنډي کوتل سیمه کښې ولاړ لیدلې شي.
نصیب شاه شینواري
نن د نهې په ورځ چې څلورمه ورځ ده د پاکستان او افغانستان ترمینځ ګډه پوله د لنډي کوتل تحصیل په تورخم سیمه کښې تړل شوې ده چې له وجهې ی په پوله هرقسم تګ راتګ او تجارت په ټپه ولاړ دې او د عام اولس او د مزدورانو ژوند ی ډیر بد اغیزمن کړې دې.
پاک افغان پوله تورخم څلور ورخې وړاندې د جمعې په ورځ ماسخوتن په وخت کښې د هرقسم ټریفک لپاره وتړل شو، په پوله سرچینې وایی چې افغانستان په اړخ افغان چارواکي په یوه لانجه منه پوسته تعمیري کار کول چې له وجهې ی د دواړو مسلمان هیوادونو ترمینځ تاوتریخوالې زیات شو او پوله وتړل شوه.
په تورخم کښې سرچینې تایدوي چې په پوله د دواړوهیوادونو ترمینځ تجارت هم بند شوې دې چې له امله ی د عام اولس ژوند هم بد متاثره شوې دې، په تورخم پوله په سلګونو مزدوارن د ورځې مزدوري کوي او د خپل خاندان لپاره د خوراک وسیله جوړیږي خو نن دریمه ورځ د چې ددې مزدورانو ماشومان د خوراک نه بې برخې شوي دي ځکه ددوی پلاران چې په دې پوله مزدوري کوي نن په دریمه ورځ هم بې روزګاره شوي او دوی ددې جوګه نه دي چې خپلو ماشومانو لپاره خوراکي سامان واخلي.
پاکستان او افغانستان دوه مسلمان ګاونډي هیوادونه دي ، ددوي تاریخ او کلتور د ایمان او مسلمانۍ په تار یو بل سره تړلې دې او بیا که د تجارت په نظر و کتل شی نو د پاکستان ایکسپورټ توکو لپاره افغانستان یو مهم او ارزان مرکزې دې ، پاکستان افغانستان سره یو شمیر کراسنګ سیمې او پولې لري چې له لوري ی دواړه مسلمان هیوادونو تجارت کوي او د دواړو هیوادونو اقتصاد ته د ټیکس په شکل کښې په کروړونو روپۍ جمع کیږي.
که پاک افغان دوه اړخیزې سوداګرۍ ته دوا ړه هیوادونه وده ورکړي نو د دواړو هیوادونو اقتصاد به ښه شي او عام اولس ته به هم روزګار په لاس راشي چې له وجهې به د عام اولس ژوند ښه شي، عام اولس به خوشحال وي او په امن به خپل ژوند تیروي.
د پوهانو او عام اولس دا نظر دې چې که پاکستان او افغانستان په تورخم پوله دواړو اړخونو ته د عوام لپاره د روزګار موقعې زیاتې کړي او د عام اولس او حکومتونو ترمینځ د تاو تریخوالي کمولو لپاره ګامونه پورته کړي نو د پاکستان او افغانستان دواړه حکومتونه به په دې بریالي شی چې په هیوادونو کښې به اقتصادي خوشحالي راشي او چې اقتصادي خوشحالي او پرمختګ راشي نو بیا به اولس هیڅ کله هم د ترهګرۍ په لور لاړ نه شي او ټول اولس به په امن او خوشحالۍ سره د دواړو هیوادونو د پرمختګ لپاره کار وکړي.
په داسې وخت کښې چې نن په څلورمه ورځ هم پوله تړل شوې ده،په پوله عام اولس او مزدوران غوښتنه کوي چې د پاکستان او افغانستان چارواکي دې ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي او پوله دې د عام اولس او تجارت په مخ پرانستل شي.
پرون د ګل په ورځ ۲۴ فروري د پاکستان او افغانستان چارواکو په تورخم زیروپواینټ یوه مهمه ناسته کښې ګډون وکړو خو دا ناسته د څه پایلې ورکولو پرته ختمه شوه او تورخم پولې پرانستلو په اړه څه بیان مخې ته را نغلو.
په افغان چارواکو کې مولوي عزیزالله مصطفی، تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت ، ډګروال تکل، ډګروال مطیع الله، جګړن نسیم شامل وو.
پاکستاني چارواکو کښې بريګيډير امیر نواز (ډي آئي جي ايف سي نارتھ)، کمانډنټ خيبر رائفلز کرنل عاصم عزيز کياني، ليفټننټ کرنل وقاص 146 ونگ کمانډر او نور مهم افسران شامل وو.
ددې مهمې غونډې پس هم د بارډر پرانستلو په اړه څه خبر مخې ته رانغلو خو خو سرچینې وایی چې د زیارت په ورځ به بله غونډه کیږي او هیله څرګنده شوې ده چې پوله به پرانستل شي.
د اقتصاد پوهانو ترمخه د بارډر تړلو له وجهې د پاکستان اقتصاد ته ډیر زیات زیان رسیږي ځکه چې د ایکسپورټ توکو په تجارت کښې د پاکستان خزانې ته د ټیکس په شکل کښې په کروړونو روپۍ جمع کیږي.