بابای غزل امیر حمزه بابا شینواري ۳۱ یو دیرشم تلین په لنډي کوتل کښې ونمانځل شو

نصیب شاه شینواري
د پښتو ژبې بابای غزل امیر حمزه بابا شینواري یودیرشم ۳۱ تلین په لنډي کوتل کښې ونمانځل شو، د حمزه بابا مزار په کلتوري کمپلیکس کښې لویه دستوره او مشاعره د اتوار پہ ور ځ 23 فرورۍ د خیبر پښتو ادبي جرګې د سیوري لاندې تابیا شوې وه. د پښتو ژبې شاعرانو، ادیبانو او پوهانو د حمزه بابا د پښتون قام او ژبې لپاره خدمت په ښو او درنو ټکو کښې وستایل۔
د ضلع خیبر ، لنډي کوتل سیمې د پښتو ژبې نامتو شاعر او د پښتو ژبې بابا غزل امير حمزه خان شينواري ۳۱م تلين په ډېر درناوي ونمانځل شو، د تلین دستوره په حمزه بابا کلچر کمپلیکس کښې د خیبر پښتو ادبي جرګې مشرانو له لوري تابیا شوې وه چې پکښې د افغانستان او د خیبر پښتونخوا بیله بیلو سیمو شاعرانو او ادیبانو برخه واخسته.
په غونډه کې د پښتونخوا او افغانستان ګڼ شمېر پښتنو شاعرانو او ادبي شخصیتونو، د مدني ټولنې غړو، د پښتو ادبیاتو محصلینو، استاذانو او پوهانو ګډون وکړو او د پښتو ژبې ،پښتنو د یو والي ،پښتنو ته د ښې لار ښودلو لپاره ی د حمزه بابا شینواري شعرونو او نور نثري لیک ستاینه وکړه او د حمزه بابا د پښتو ژبې او پښتون قام لپاره خدمت ی په درنو ټکو کښې وستایل.
ددې لوی دستورې او مشاعرې صدر محفل ډاکټریار محمد معموم ، مشر میلمه زبیر حسرت او د پښتو ژبې او ادب استاذان او پوهان ډاکټر اسلم تاثیر، قاسم، ډاکټر صابر قندهار افریدی، ډاکټر منظور ، ډاکتر تواب شاه مسرور،نثار افکار کبیر خان او یو شمیر نور د پښتو ژبې ځایی شاعرانو او مشرانو ګډون وکړو او د حمزه بابا د پښتو ژبې لپاره خدمت ی وستایل.
د لنډېکوتل سیمې یو تکړه شاعر او د پښتو ژبې استاذ چې د حمزه بابا په شاعرۍ یې پی ایچ ډي کړې، ډاکټر تواب شاه مسرور د حمزه بابا په ژوند او شعر یې رڼا واچوله او د حمزه بابا کار ی په درنو ټکو او خبرو سره وستایل.
ډاکټر تواب شاه مسرور ټولو مېلمنو ته ښه په خیر راغلې او ستړي مشي اوویل او ويې ويل چې حمزه بابا هغه لوی افسانوي شاعر وو چې نه يوازې په پښتو ژبه يې شاعري کړې بلکې په فارسي او اردو ژبو کښې يې هم غزلونه، ډرامې او نثر لیکلې دې چې د نړۍ نورو ژبو ویونکي ی هم ستاینه کوي او په درنه سترګه ورته ګوري.
ډاکټر تواب شاه مسرور شېنواري د ضلع خېبر ېوتهه افېرز څخه هم نړۍ مننه وکړه او وې وېل چې ېاده دستوره هم ددوې په مرسته ترسره شوه ۔
د افغانستان او نورو سیمو شاعرانو په خپلو خبرو او شعرونو کښې د امير حمزه خان شينواري ادبي او شاعرانه استعدادونه وستايل او ويې ويل چې امير حمزه خان شينوارى د پښتو ژبې يو وتلى شاعر او ستر شخصيت وو.دوى وويل چې د حمزه بابا شعر او نثر د د پښتون قوم لپاره رنړا او ټوله لارښوونه ده چې باید مونږ او تاسو ترې عبرت واخلو او د حمزه بابا په خبرو او لارښوونه عمل وکړو.
شاعرانو او پوهانو د حمزه بابا ژوند او ادبي لاسته راوړنو ته درناوی وړاندې کړ.
ويناوالو د حمزه بابا د پښتو ژبې د ودې او د غزل ليکنې په برخه کې د حمزه بابا ستر خدمتونه ياد کړل او د خپل نثر او شعر له لارې يې حمزه بابا ته درناوى وړاندې کړو.
دا خبره مهمه ده او باید یادونه ی وشی چې امیر حمزه خان شینواری چې په حمزه بابا مشهور دی، د پښتو او اردو دواړو ژبو مشهور شاعر، ډرامه لیکونکی او لیکوال وو، د هغه ادبي ونډې د پېښور پوهنتون په نصاب کې د ماسټرۍ په کچه ور ګډې شوی دي او حمزه بابا هغه لوړ شخصیت دې چې د پی ایچ ډی(ډاکټرۍ ډګري) د نوموړي په ژوند او شعرونه باندې کولې شی .
هغه د پښتو کلاسیک ادب او عصري تر منځ یو پل ګڼل کیږي.
حمزه بابا په کال 1907 کښې د ضلع خیبر په لنډي کوتل تحصیل کښې د خوګا خیلو اشرف خیلو کلي کښې د ملک بازمیر خان په کلي کښې زېږېدلی وو او په کال 1994 د فبروري په ۱۸ مه نیټه ی ددې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
………