خپله ژبه هیرول بې کمالي ده

نصیب شاه شینواري
په پردې ژبه خبرې پښتون نه کا
بې لیلا بله سودا خو مجنون نه کا
څو د خپل ادب باران باندې و نه شي
بل باران به د قام فصل زرغون نه کا
غیرو ژبو کړې لاهو په خپل تهذیب کښې
بې پښتو به دې وس هیڅوک راستون نه کا
خپلې ژبې خپل تهذیب و ته چې شا کا
ملګرتیا له هغه قامه ژوندون نه کا
اول خپله ژبه پسته نورې ژبې
بې بنیاده عمارت خو سمون نه کا
پاسه پاسه د عمل جذبه پیدا کړه
یو ملت هم ترقي په افسون نه کا
دا پاس لیکل شوي شعرونه د خدای بخښلي امیرحمزه بابا شینواري دي چې د مورنۍ ژبې پښتو اهمیت ترې څرګندیږي. د غزل بابا امیرحمزه شینواري په یو بل شعر کښې وایی چې
پردې ژبه زده کول که لوی کمال دې: خپله ژبه هیرول بې کمالي ده
حمزه بابا دومره لوی وچ کلک پښتون، په پښتنو او په پښتو ژبه مین انسان وو چې په یو بل شعر کښې داسې وایی
وایی اغیار چې د دوزخ ژبه ده: زه به جنت ته د پښتو سره ځم
حمزه بابا د پښتون قام د یو والي او راټولیدلو ارمان وو، هغه غواړي چې پښتانه دې په یو ځای په اتفاق وی او د پښتو لمن دې راټینګا کړي نو ځکه ی په دې شعرونه کښې د پښتنو ،پښتو او پښتو ژبې سره د مینې څرګندونه کړې ده.
تل به په لار د ميړنو سره ځم
يمه پښتون د پښتنو سره ځم
د مليت نمره د پرخې په څير
ستا د دې شوخوپلوشوسره ځم
داچې خردهم په ملت ځاروي
زه دې هم داسې لېونوسره ځم
پام کوه زه هغه نظرنه يمه
چې به په دود د سپېلنوسره ځم
دومره بی پت لکه د پرښې نه يم
چی به د لمر د پلوشو سره ځم
وايي اغيارچې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښتو سره ځم
راستنېدی چې نه شي وخت خو نه يم
خو د حالت د تقاضو سره ځم
لاخو مې سترپه نمرخاته پراته دي
نه لکه نمر د پرېوتو سره ځم
کړمه جهان چې د پښتون زلمي
د خپلو پېغلو حوصلو سره ځم
وړم مستقبل ته د ماضي روايات
زه د خپل حال د ولولو سره ځم
څو چې راغونډ په يومرکز يې نه کړم
هرې تپې ته د جرګو سره ځم
حمزه سفر که د حجاز وي نو هم
زه د پښتون د قافلو سره ځم
نن ۲۱ یو ویشتم فروري په ټوله نړۍ کښې د مورنیو ژبو نړیواله ورځ نمانځل کیږي، که وکتل شی نو په نړۍ کښې هغه قامونه مخ په وړاندې روان دي چې خپلومورنۍ ژبو ته ی اهمیت ورکړې دې، ددې هیوادونو تعلیم و تربیت په خپلو مورنیو ژبو کښې وي او هم دغه وجه ده چې دوی د ژوند په هر میدان کښې پرمختګ کړې دې، جاپان ،چین او د مغرب هیوادونو پرمختګ ته که اوګورې نو دې هیوادونو خپلو ژبو ته درنښت ورکړې نو ځکه دوی نن مخ په وړاندې تللي.
دا زمونږ د هیواد بدقسمته هم ده او ددې هیواد د واکدارانو کمزوري او لاپرواهي هم ده چې دلته مورنۍ ژبې ته هیڅ اهمیت نه ورکول کیږي چې نتیجه ی داده چې مونږ د ژوند په هر میدان کښې ورسته پاتې یو.