د پاکستان او افغانستان ځوانانو فورم د افغانستان ستونزو په اړه یوه مهمه آن لاین غونډه کړې

باغي ټي وي رپورټ
د پاک-افغان ځوانانو فورم ویبینار تابیا کړې وه، په دې آن لاین غونډه کښې کارپوهانو د افغانستان د بحران د حل لپاره د یوې هر اړخیزې تګلارې اړتیا ته اشاره وکړه
د پاک-افغان ځوانانو فورم له خوا وړمه ورځ یو ویبینار ترسره شو، په دې آن لاین غونډه کښې د د افغانستان ستونزو، لکه طرز حکومت ، کډوالۍ، او د مهاجرینو د وضعیت په اړه تفصیلي بحث وشو.
ددې ویبینار کوربه توب منیبه راسځ ترسره کړو. په نورو کارپوهانو کښې د پالیسۍ مطالعاتو انسټیټیوټ اسلام آباد مرستیال مشر او پخواني سفیر سید ابرار حسین، د نمل پوهنتون استاد ساجد اقبال خټک، او افغان ټولنیز فعال ډاکټر ضیاء الرحمن ګډون وکړ او د افغانستان دې ستونزو په اړه ی ژور نظر څرګند کړو.
کارپوهانو د افغانستان د روان بحران جدي والي ته اشاره وکړه او د اندېښنې وړ ارقام یې وړاندې کړل، چې پکې ۸۰٪ کلینیکونه او روغتونونه د امکاناتو له کمښت سره مخ دي، لس۱۰ لکه ثانوي زده کوونکې له تعلیم بې برخې دي، او ۶۷٪ کورونه د پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. دوی ټینګار وکړ چې د دې بحران د حل لپاره باید یوه هر اړخیزه او همغږې تګلاره غوره شي . .
ویبینار کښې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مهاجرینو د ستونزې د حل لپاره د بنسټیزې همکارۍ پر اهمیت هم بحث وشو. په دې آن لاین غونډه کښې افغان طالبان او ټي ټي پي تحریک طالبان پاکستان په اړه هم ګټورې خبرې وشوې او د افغان طالبان او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ په توپیر باندې هم بحث وشو. په ان لاین غونډه کښې د ټي ټي پي په موضوع مهمې خبرې وشوې او ددې ستونزې په بشپړ توګه د هوارولو په اړتیا باندې زور ورکړې شو.
په مهم ویبینار کښې زدهکوونکو، د تعلیم کارپوهانو، ټولنیزو فعالانو، او پالیسي جوړوونکو ګډون وکړ. کارپوهانو خپلې مهمې نظریې وړاندې کړې، او ګډونوالو د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې برخه واخیسته.
ددې خبرې باید یادونه وشي چې د پاک-افغان ځوانانو فورم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تفاهم او همکارۍ د ودې لپاره کار کوي، او دا ویبینار د دې هدف په لور یو مهم ګام وو چې په بریالي توب سره ترسره شو. .