د پاکستان او افغانستان کورنۍ جهګړو نه دښمن ګټه پورته کولې شي

A Russia made destroyed Tank in Afghanistan: Photo Reuters
نصیب شاه شینواري
پاک افغان پوله تورخم نن په شپاړسمه ورځ هم بنده ده چې له وجهې ی په پوله میشت اولس د سختو مالي ستونزو سره مخ کړې دې.
که د افغانستان په اوسني تاریخ نظر واچوو نه څرګندیږي چې د تیرو ۴ څلورو لسیزو راهسي دا ملک جنګونه ډیر تباه کړې دې. افغانستان په لکونو د خپل اولس قربانولو قرباني ورکړې ده او دا ملک په سیاسي او اقتصادي توګه ډیر روسته پاتې شوې دې.
د افغانستان دې جنګونو پاکستان(په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمې) هم ډیر بد اغیزمن کړې دې او د ترهګرۍ په ضد جنګ کښې هم دې هیواد ډیره مالي او ځاني قرباني ورکړې ده.
که د پاکستان او افغانستان محل و قوع ته وکتل شی نو څرګندیږي چې که چرې دې ملکونه ښې اړیکې لرلې نو دې دواړه ملکونو به په اقتصادي توګه ډیر وړاندې پرمختګ کړې وې خو له بده مرغه که د افغانستان اوسني د ۴۰،۵۰ کالو تاریخ باندې نظر واچوو نو دا هیواد کورنیو او نړیوالې جهګړو او سازشونه دومره بد متاثره کړې چې له وجهې ی پاکستان هم بچ نه دې پاتې او دا هیواد ی هم په سیاسي ، اقتصادي او امنیتي میدان کښې بد اغیزمن کړې دې.
نن د پاک افغان پوله تورخم شپاړسمه ورځ ده چې د هرقسم تګ راتګ لپاره تړل شوې ده، پوله هغه وخت وتړل شوه چې د فرورۍ په ۲۱ نیټه افغانستان ځواکونو په یو لانجه منه پوسته کار شروع کړو چې له وجهې ی د داړو هیوادونو ترمینځ حالات کړکینچن شو او پوله د تګ راتګ په مخ وتړل شوه.
د پاکستان او افغانستان چارواکي باید په دې پوهه شي چې جنګ کول د کومې ستونزې هوارولو لار نه ده بلکه جنګ نورې ستونزې زیاتوي او ملک په سیاسي او اقتصادي میدان کښې وروسته پاتې کوي.
که په افغانستان باندې د روس قبضه کولو خوب په اړه خبره وکړو یا په افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ کښې د نیټو د ۲۰ شلو کالو جنګ او قبضه کولو خبره وکړو نو دې سره دې ملکونو افغانستان ته کومه ګټه نه ده رسولې،دا هیواد ی نور هم روسته کړې او په لکونو وګړي ی قتل شوي دي. دې جنګونو د روس او امریکا په اقتصاد هم بد اثر کړې دې او که د روس د تقسیمیدو خبره وشی نو هم دا ی وجه وه چې روس په افغانستان د بشپړه قبضه کولو خوب لیدلو خو دا خوب ی رښتیا نه شو او په خپله باندې ټوټې ټوټې شو او په افغانستان قبضه کولو خوب ی رښتیا نه شو.
هم داسې نیټو او امریکا هم په دې پوهه شو چې په افغانستان کښې چې څنګه روس ناکامه شوې وو نو ددوی ناکامي هم لرې نه ده او دغه شان امریکا په کال ۲۰۲۱ کښې د افغانستان نه خپل فوځونو واپس ایستلو اعلان وکړو.
د افغانستان او پاکستان حکومتونه هم باید په یو ټغر کیښني او د بارډر دا ستونزه او لانجه د خبرو اترو له لارې هواره کړي نو دا به ددې هیوادونو په ګټه تمامه شي.
که چرې پاکستان او افغانستان داسې په وړو وړو خبرو او لانجو جنګونو ته هوا ورکړې نو دا واړه جنګونه به په لوی جنګونو بدل شی او دا جنګ به دواړه هیوادونه ډیر روسته کړي .
د پاکستان او افغانستان سیاسي او امنیتي چارواکي هم باید په دې خبره پوهه شي چې که دوی په بارډر باندې د چیک پوسټونو په سر داسې نښتې کوي نو دې نه به د دواړو هیوادونو دښمنان ګټه پورته کړي او دا هیوادونه به یو بل سره په جنګ واړوي، دښمن به دې هیوادونو ترمینځ تاو تریخوالي زیاتولو لپاره سازشونه کوي او په دوی به وسلې خرڅوي چې پایلې به ی ډیرې خطرناکي وي.
په داسې وخت کښې چې د اول نه پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ او جنګونه څخه بد اغیزمن شوي باید ددې هیوادونو واکداران د اولس د ژوند خوشحاله تیریدلو او په مالي توګه اولس قوي کولو لپاره ګامونه پورته کړي ځکه دا یو حقیقت دې کوم هیوادونه چې د اولس پرمختګ لپاره عملي هڅې کوي دوی په تعلیم کښې پر وړاندې بیایی نو بیا دا هیوادونه په نوره نړۍ حکومت او واک لري.
په ۲۴څلورویشتم فرورۍ او ۳ دریم مارچ په تورخم زیروپواینټ پاک افغان امنیتي چارواکو ترمینځ د بارډر پرانستلو په اړه خبرې اترې وشوې خو دا خبرې بغیر د څه نتیجې ختمې شوه او پوله نن هم تړل شوې ده.
نن په نهم مارچ کال ۲۰۲۵ په تورخم پوله د لنډي کوتل د مشرانو جرګه تورخم په لور ځي چرته به چې د لنډي کوتل دا مشرانو د افغان پلاوي جرګه مشرانو سره په زیرو پواینټ غونډه کوي.
داسې ویل کیږي چې د دواړو اړخونو د مشرانو دا جرګه به په پوله د لانجه منې پوستو جوړولو او یو شمیر د بارډر اړوند په ستونزو خبرې کوي چې دا ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.
دا یو لوی حقیقت دې چې که هیوادونو څومره هم جنګونه وکړي نو په آخر کښې به هم دوی خبرو اترو ته کیښني او د پاکستان او افغانستان حکومت باید د تیرشوي وخت نه سبق واخلي او د بارډر دغه ستونزه د خبرو اترو له لارې هواره کړي.
….