د پاکستان او افغانستان ترمینځ د بارډر شخړه، باید دواړه هیوادونه د صبر مظاهره وکړي

نصیب شاه شینواري
په اسلام آباد کښې یو ریسرچ بیسډ تنظیم سینیر اهلکار اوویل چې په تورخم پوله داسې سیمې شته چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ په دې سیمو تنازعه ده ،زیاته ی کړه چې په دې لانجه منو سیمو د پاکستان او افغانستان حکومتونو ترمینځ داسې زباني معاهده ده چې که کله هم یو هیواد په پوله کوم تعمیراتي کار کوي نو دا کار به یو بل سره په مشوره او رضامندۍ کوو.
نن په ۱۱ مارچ د نهې په ورځ اتلسمه ورځ ده چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ پوله په تورخم کښې تړل شوې ده، تورخم د پاکستان او افغانستان ترمینځ یو مهمه تجارتي لاره ده او د پاکستان ایکسپورټ زیات تجارت هم په دې بارډر باندې کیږي . د بارډر تړلو لویه وجه د افغانستان له لوري په یو متنازعه پوسته تعمیري کار کول دي،افغانستان په دې لانجه منه پوسته کار کوي چې له وجهې ی پوله تړل شوې ده.
د کسټم یو اهلکار وایی چې په تورخم پوله څه درې ملیونه ډالر دوه اړخیز تجارت کیږي کوم چې د دواړو هیوادونو اقتصاد او قامي خزانو لپاره په ډیره ګټه تمامیږي. د بارډر ۱۸ اتلس ورځې تړلو له امله د پاکستان اقتصاد ته په میلیونه ډالر زیان روان دې.
په داسې وخت کښې چې د پاکستان اقتصاد ته د ودې ورکولو اړتیا ده ،خو بل اړخ ته دا یوه لویه بدقسمتي ده چې نن اتلسمه ورځ ده چې د تورخم پوله تړل شوې ده چې له وجهې ی د پاکستان اقتصاد ته زیان رسیږي، بل اړخ ته په دې بارډر سیمه کښې هم دا یو تورخم پوله ده چې ځایی اولس د روزګار وسیله ده او چې دا تړل شوې وي نو ددې سیمې اولس هم د سختو مالي ستونزو سره مخ کیږي. یو مزدور شاهین وایی چې په تورخم پوله په زرګونو اولس مزدوري کوي، څوک د لاس ګنډه غوټه وړي، څوک لاس ګاړې چلوي او د خپل خاندان لپاره د امدن یوه وسیله وي، څوک په هوټل کښې کار کوي او څوک د ټرانسپورټ سره تړلي دي ،هغه زیاتوي چې نن سبا ددې ټولو مزدورانو او کارکوونکو کار روزګار بند دې او دا ټول د سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
لکه څنګه مې چې د یو ریسرچ تنظیم د اهلکار په اړه په اول کښې ذکر کړې چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ داسې یوه زباني معاهده ده چې په لانجه منو سیمو کښې به کار په صلاح مشوره کوي نو د افغانستان او پاکستان حکومتونه او په پوله ځواکونه باید د ډیر صبر نه کار واخلي، که دواړه مسلمان ګاونډي هیوادونه یو بل سره د ضد پالیسي خپله کړي نو دا به د دواړو هیوادونو په تاوان وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网