امیر حمزه بابا شینواري په نړیوال او ملکي سیاست هم ژور نظر لرلو

امیر حمزه بابا شینواري وایی چې هغوی په تحریک پاکستان کښې هم په بشپړ توګه برخه اخستې وه
0
220

نصیب شاه شینواري
د لنډي کوتل تحصیل د پښتو ژبې مشهور او وتلې شاعر او ادیب امیر حمزه بابا شینواري ته که د پښتو غزل بابا لقب ورکړل شوې دې او خلق ی د پښتو ژبې شاعر او ادیب په توګه پیژنې نو بل اړخ ته حمزه بابا په نړیوال او ملکي سیاست باندې هم ډیر ژور سوچ ،فکر او خپل نظر لرل.
د امیر حمزه حمزه بابا په اردو کښې د خطونو(لیکونو) کتاب خطوط حمزه بابا مې کتلو. په دې کتاب کښې د حمزه بابا شینواري څه ۳۰۴ درې سوه او څلور خطونه دي کوم ی چې په اردو ژبه کښې خپل دوست سید انیس شاه جیلاني ته لیکلي دي.

په دې خطونه کښې ی یو خط مجذوب ته ( حمزه بابا مجذوب ټکې سیدانیس شاه جیلاني لپاره کاروي) په کال ۱۹۷۲ کښې د شپږمې میاشتې په ۲۶ شپږویشتمه نیټه لیکلې او ورلیږلې دې.
په دې خط کښې امیر حمزه بابا د خپل دوست معلوماتو لپاره ډیرې مهمې خبرې لیکلي دي او په ځانګړې توګه ی د پاکستان او افغانستان په موضوع یوه مهمه خبره او اشاره کړې ده .
امیر حمزه بابا بابا خپل دوست ته لیکي چې ما په تحریک پاکستان کښې پوره پوره برخه اخستې ده خو دې په دې لیک کښې زیاتوي چې پاکستان خو د اسلام په نامه جوړ شو خو په دې هیواد کښې هم هغه د انګریزانو پلاویان په واک کښې راغلل.
حمزه بابا په دې لیک کښې وایی او زیاتوي چې الله تعالي دې ددې باقي پاکستان ساتونکې شي، حمزه زیاتوي چې ماته ددې هیواد کمزورۍ په اړه د ډیر غم او درد احساس دې او که دا هیواد(پاکستان ) محفوظ پاتې نه شی نو افغانستان به هم د بهارت(حمزه بابا هند لپاره د بهارت ټکې کارولې)د پنجو نه بچ پاتې نه شي.
که د حمزه بابا دې پاس ذکر شوې خبرې ته په ژوره سوچ و کړې شی نو دا یو ډیر لوی حقیقت دې چې د افغانستان لپاره د پاکستان وجود ډیر زیات مهم دې ځکه دا دوه ګاونډي مسلمان هیوادونه دي او دوی باید خپلو کښې ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري.
د حمزه بابا دې لیک نه څرګندیږي چې که هغوی افغانستان سره مینه لرله او په پښتنو مین وو نو بل اړخ ته هغه پاکستان سره هم مینه لرله ځکه چې څنګه چې پاس ذکر وشو چې حمزه بابا وایی چې په تحریک پاکستان کښې ی په بشپړه توګه برخه اخستې ده.
خو له بده مرغه نن چې دا تحریر او موضوع باندې لیکل کوم د کال ۲۰۲۵ د مارچ میاشتې څلورمه نیټه ده چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ پوله په تورخم کښې تړل شوې ده چې له وجهې ی دواړه اړخونو ته اولس او بند پاتې مسافر د سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
د بارډر تړلو له امله د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت هم بند دې چې له وجهې ی د دواړو هیوادونو اقتصاد ته لوی مالي زیات رسیږي.
په تورخم کښې د کسټم ډیپارټمنټ اهلکارو رسنیو ته ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ په تورخم پوله هره ورځ تر درې میلین ډالرو پورې دوه اړخیز تجارت کیږي چې ددې مقصد دا شو چې د پاکستان اقتصاد ته تر نن پورې د بارډر تړلو له امله ۳۳ دري دیرش میلین ډالره زیات رسیدلې دې او که بارډر نورې ورځې بند شی نو دا زیان به نور هم زیات شي.
تورخم پوله ولې وتړل شوه، د پاکستاني چارواکو ترمخه په ۲۱ اپریل د جمعې په ورځ د شپې افغان سیکوریټي اهلکار په لانجه من چیک پوسټ تعمیري کار شروع کړو چې له وجهې د د دواړو هیوادونو ترمینځ تاو تریخوالي زیات شو، په یو بل ډزې اوشوې چې د وجهې ی پوله د تګ راتګ او تجارت په مخ وتړل شوه او نن یوولسمه ورځ هم تورخم کراسنګ پواینټ تړل شوې دې.

دلته به د حمزه بابا د پاکستان او افغانستان د وجود او اړیکو په اړه بیا خبره وکړو چې د پاکستان او افغانستان وجود یو بل هیواد لپاره ډیر مهم دې، که مضبوط پاکستان وي نو دا هم د افغانستان په ګټه کښې دې او که په اقتصادي توګه مضبوط افغانستان هم وي نو دا د پاکستان په ګټه دې او په داسې وخت کښې چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ دا شخړه پیدا شوې نو د دواړو هیوادنو حکومتونه او امنیتي چارواکي دې په یو ټغر کیښني او دا شخړه دې د خبره اترو له لارې هواره کړي.
که د پاکستان او افغانستان حکومتونه دې شخړې ته دوام ورکړي او په یو بل د ډزو کول بند نه کړي نو خدای دې نه کړي چې دا په یو لوی جنګ هم بدلیدلې شی او چې جنګ پیل شی نو دې کښې به اول تاوان د افغانستان وي ځکه افغانستان د تیرو ۴ څلورو لسیزو راهسي د جنګ ښکار دې چې ددې ملک سیاست، اقتصاد او عام اولس ی ډیر بد اغیزمن کړې دې.
……………….

Leave a reply