د کارګل جنګ شهید کرنل شیرخان د قبر څخه غلا شوې ده، تورن کسانو د مزار څخه سولر سسټم،بیټرې او نور مهم سامان غلا کړې دې
باغی ټي وی رپورټ
صوابۍ کښې د شهيد کارګل کيپټن کرنل شېرخان شهيد (نشان حيدر) د مقبرې څخه غلا شوې ده، د ملزمانو لټون روان دے.
د پوليس ترمخه د کالو خان پوليس سټيشن کښي د کارګل کيپټن کرنل شيرخان د وراره په شکايت د غلا مقدمه درج کړے شوي ده۔
د ايف آئي آر ترمخه د سولر سيسټم، 2200 وولټ بيټرۍ، يو پيډسټل فین، د اوبو يو فلټر، 2 د فولادو پولونه، 2 مارخور مډالونه، يو يو پي ايس، د نشان حيدر مډال کاپی، دوه بيرغونه او د کپتان کرنل شېرخان شخصي موټرسايکل شامل وو.
دپوليسو وينا ده چې دکرنل شېرخان شهيد له مقبرې څخه دغلته دپيښې نوره پلټنه روانه ده او د غلان پ له پیښه کښې د ککړو تور کسانو لټون روان دى.