که ذهنیت بدل نه شی نو د عدلیه پریکړه به نه منل کیږي،انصاف لاس ته راوړونه کښې باید عدلیه او ذهنیت کښې توپیر وکړو: رضا رباني

0
176

باغی ټي وي رپورټ
د سېنېټ پخواني چيئرمېن او د پيپلز پارټۍ سينئر مشر رضا رباني وئيلي دي چې د انصاف ترلاسه کولو لپاره د عدليې او ذهنيت ترمېنځ فرق پکار دی، که ذهنيت بدل نه شو نو د عدليې نتيجې به نه مني.

لاهور کښې د عاصمه جهانګير کانفرنس ته خطاب کښې سېنېټر رضا رباني اوويل چې د 1947ء نه تر نن ورځې پورې د اسټيبلشمنټ او عدليه ترمينځ د طاقت په توازن کښې خلا موجود ده۔
هغه وويل يو پوځي ديکتاتور په اساسي قانون کې دبدلون خبره نۀ شي کولى، پاکستان کې يواځې پارليماني نظام بريالى کيدى شي.

ده په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د ډیموکراسۍ په منشور کې پرېکړه شوې چې د اساسي قانون محکمې به جوړېږي چې د اساسي قانون او قانون له مخې پرېکړې کوي.

ده ووئيل په 18م ترميم كښې آئيني مسلې به په عدالتونو كښې د اورېدنې لپاره راوړلې شي٬ كه د وفاق او صوبو ترمېنځه كومه مسله وي نو د آئين مطابق به حل كولې شي۔

Leave a reply