کال ۲۰۱۸ څخه وړاندې فیټف کښې د پاکستان ریکارډ ښه نه وو: حماد اظهر
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر حماد اظهر ویلي دي چې تر ۲۰۱۸ کال مخکې په FATF کې د پاکستان ریکارډ ښه نه و.
د لاهور په ګارډن ټاون کې د يوې خبري غونډې په مهال د پي ټي ائي مشر حماد اظهر وويل چې د ۲۰۱۸م کال راهسې FATF ته د رپورټونو لېږلو لړۍ پېل شوې وه او د ۲۰۲۲م کال تر اپرېل پورې به روانه وي، د راپور په جوړولو کې ټولې ادارې شاملې وې.
له خړ لیست څخه وتل د یوه کس بریا نه ده، دا د ټول پاکستان بریا ده، ټولو ادارو د FATF له خړ لیست څخه د وتلو لپاره په ګډه کار وکړ، خو PDM د FATF د ۱۳ قوانینو مخالفت وکړ.
حماد اظهر وویل شاوخوا ۳۵ هیوادونه د FATF غړي دي.
هغه اوویل چې مونږ به هم د غړیتوب غوښتنه وکړو، لکه څنګه چې د نړۍ اړتیاوې مخ په زیاتیدو دي، مونږ هم باید سیسټم نوې کړو چې د نړۍ سره سم مزل وکړو.
……………
نور خبرونه
عمران خان د لانګ مارچ بهانه جوړوي او د ملک حالات خرابوي: د وزیراعظم خاص مرستیال، عطاتارړ
د سیلاب ځپلو لپاره مو خیرات نه بلکه د نړۍ مرستې ته اړتیا ده: احسن اقبال