عمران خان صادق او آمین نه دې پاتې شوې ، د ټاکنو کمیشن د بشپړه راپور مطابق عمران خان د توشه خانه ډالیو په اړه دروغ ویلي دي

0
98

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيئرمين عمران خان په ضد د توشه خانې ريفرنس په قضیه کښې د پاکستان د ټاکنو کميشن د بشپړ فيصلې نقل ترلاسه شوې دې ، په دې نقل کښې ټول جزیات او تفصیل درج دي چې ولې عمران خان نااهل اعلان شوې دې.

د عمران خان په ضد د اليکشن کميشن فيصله په 36 پاڼو مشتمله ده، په فيصله کښې د سپيکر لخوا په ليږل شوي ريفرنس کښې 7 سوالونه ايښودل شوي وو۔

په تفصيلي پريكړه كښې وئيلي شوي دي چې نااهلي كول د الېكشن كمېشن اختيار دى، 120 ورځې وروستو هم اليكشن كمېشن اختيار لري چې د اثاثو په اعلان او غلط اعلان كښې د غلط معلومات وركولو يا پټولو په اړه اقدام وكړي۔
د انتخاباتو کمېشن په خپله پرېکړه کې د سترې محکمې حکم ته په اشارې سره د عمران خان موقف رد کړ.

د الېکشن کمېشن په تفصيلي پرېکړه کې ويل شوي چې سپريم کورټ د عمران خان او نوازشريف په مقدمه کې اعلان کړی و چې د آرټيکل 62 او 63 لاندې نااهلې کول د پاکستان د انتخاباتو د کمېشن يوازينی واک دی.
اليکشن کميشن اعلان کړے دے چې د مالي کال په مهال څومره تحائف ترلاسه شوي؟ څومره بل چا ته لیږدول شوي؟ دا د ځواب ورکوونکي مسوولیت دی چې ووایي، خو عمران خان په قصدي ډول له ټاکنو کمیسیون څخه حقایق پټ کړل، ناسمې څرګندونې یې وکړې او دروغ یې وویل.

اليکشن کميشن وايي د توشه خانې د تحائف تفصيلات د اليکشن کميشن د اثاثو په اړوند د فارم بي سره مطابقت نه لري، عمران خان اعتراف کړی چې تحفې يې خرڅې کړې، پيسې يې په نغدو پيسو اخستې، چالان يې هم جاري کړل چې پيسې بانک ته راغلې، خو هغه پیسې چې بانک ته راغلې د اصلي پیسو نیمایي څخه کمې دي.
په فيصله کې راغلي چې عمران خان اعتراف کړی چې د ۱۰ کروړه روپو تحفې يې په ۲ کروړه ۱۵ زره روپۍ پېري، د عمران خان په وينا دغه تحفې په ۸.۶۶ کروړه روپۍ خرڅې شوې چې په بانک کې نشته.
په پرېکړه ليک کې زياته شوې چې د کابينې د ډويژن له مخې عمران خان ته ساعتونه، هارونه، زنګنونه، ګوتې، غوږوالۍ او غالۍ هم ډالۍ کړې وې، خو د هغې تفصيلات اليکشن کمېشن ته نه دي ورکړل شوي، چې د عمران خان د فساد په اړه د اساسي قانون د ٦٣مې مادې له مخې هغه د 1P لاندې نااهله اعلان شوی، هغه نور د قومي اسمبلۍ غړی نه دی، د هغه څوکۍ خالي اعلان شوې، د عمران خان خلاف د 2017 کال د ټاکنو قانون څخه د سرغړونې او بد نیتۍ په تور د قانوني کاروايي پیل کولو امر شوی دی.

Leave a reply