عمران خان د لانګ مارچ بهانه جوړوي او د ملک حالات خرابوي: د وزیراعظم خاص مرستیال، عطاتارړ
باغی ټي وي رپورټ
د وزيراعظم خاص مرستيال عطاء تارړ وئيلي دي چې د اليکشن کميشن د فيصلې نه پس په لويه شميره خلق احتجاج ته راوتلي دي، عمران خان غواړي د بهانه په توګه د لانګ مارچ په کولو سره د ملک حالات خراب کړي.
د لاهور په ماډل ټاون کې د یوې خبري غونډې پر مهال عطا تارڑ وویل چې عمران خان ثابت غل ثابت شوی او د هغه پر وینا هم باید بندیز ولګول شي.
د وزيراعظم خاص مرستيال د پاکستان تحريک انصاف په مشر نيوکه کړې او زياته کړې يې ده چې هغه د غلو سرګردانه دے او ورسره به سخته معامله کيږي۔
عطا تارړ وايي، عمران خان د پلان له مخې په هېواد کې ګډوډي غواړي، صوبايي ادارې يې د خپلو موخو لپاره کارولي، هغه غواړي چې د هېواد بنسټونه له يو بل سره وجنګوي.
عطا تارړ ویلي که فرهاد ګوګي ونیول شي په یو ساعت کې به شاهده شي.
…………………..
نور خبرونه
د سیلاب ځپلو لپاره مو خیرات نه بلکه د نړۍ مرستې ته اړتیا ده: احسن اقبال