د سیلاب ځپلو لپاره مو خیرات نه بلکه د نړۍ مرستې ته اړتیا ده: احسن اقبال

باغی ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې دوي د سيلاب ځپلو بحالئ لپاره د خيرات نه بلکه د دنيا مالي مرسته غواړي۔

لاهور کښې عاصمه جهانګير کانفرنس ته په خطاب کښې وفاقي وزير وويل مونږ د سيلابونو له وجې له سختو ستونزو سره مخ يو، مونږ هيله لرو چې نړۍ به د آئي ايم ايف لخوا په مونږ لګول شوي بنديزونه نرم کړي او مونږ ته به د پرمختيائي فنډ څلويښت فيصده لګولو اجازت راکړي۔

احسن اقبال وئيلي دي چې کروندګرو ته د نهه اربه روپو ارزانه تخمونه ورکول کيږي تر څو غنم وکرل شي.
وفاقي وزير زياته كړه مونږ د موسمي بدلون له وجې متاثره شوي يو، مونږ د دنيا نه مالي مرسته غواړو نه خيرات غواړو، څو په سېلاب ځپلو سيمو كښې د بحالۍ كار په تېزۍ سره ترسره شي۔

ده ووئيل مونږ د محدودو وسائلو باوجود د ادارو سره په ګډه په بلوچستان او سندهـ كښې د انساني ژوند بچ كړې او بيا رغونه مو كړې۔

احسن اقبال وويل پاکستان کې دسيلاب له امله 32 اربه ډالره زيان اوښتى، نړۍ به په نومبر کې دډونرز کانفرنس کې ضرور مرسته کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

有道下载

WPS Office

有道下载

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载