پاکستان فیټف خړ لسټ څخه ویستل شوې، دا لویه بریا ده، دا به د پاکستان په معیشت ښه اغیزه وکړي، د خارجه چاور وزیر، بلاول بوټو زرداري

0
127

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري ویلي دي چې د فنانشل ایکشن ټاسک فورس (FATF) له خړ لیست څخه وتل د پاکستان لویه بریا ده.

په لاهور کې د عاصمه جهانګير کانفرنس په موقع د منېزه جهانګير په کور کې د گډون کوونکو په اعزاز کې د گډون په مهال بلاول بهټو وويل د ايف اے ټي ايف له خړ لسټ څخه وتل د پاکستان لويه کاميابي ده.
ده ووئيل د اېف اے ټي اېف له خړ لېسټ نه وتلو سره به د پاكستان اقتصادي حالات ښه شي۔

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د مالي اقدام کاري ځواک (FATF) له خړ لېست څخه د پاکستان د ويستلو اعلان وکړ.

د FATF دوه ورځنۍ غونډه په پاریس کې وشوه چې د پاکستان د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر کوله.

د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۸ کال کې FATF پاکستان په خړ لیست کې شامل کړ.
دا خبره د یادونې ده چې په ۲۱م اکتوبر په فرانس کښې د فیټف په دوه ورځنې غونډه کښې د پاکستان خړ لسټ په اړه پریکړه اعلان شوه او پاکستان د خړ لسټ څخه اوویستل شول.
د پاکستان د خړ لسټ څخه ویستلو کریډټ وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان فوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه له ورکړو او وې ویل چې د فوځ سرلښکر پاکستان د فیټف خړ لسټ څخه ویستلو کښې مهم رول ولوبولو.
………………………..

نور خبرونه

عمران خان د لانګ مارچ بهانه جوړوي او د ملک حالات خرابوي: د وزیراعظم خاص مرستیال، عطاتارړ

عمران خان صادق او آمین نه دې پاتې شوې ، د ټاکنو کمیشن د بشپړه راپور مطابق عمران خان د توشه خانه ډالیو په اړه دروغ ویلي دي

د کارګل جنګ شهید کرنل شیرخان د قبر څخه غلا شوې ده، تورن کسانو د مزار څخه سولر سسټم،بیټرې او نور مهم سامان غلا کړې دې

که ذهنیت بدل نه شی نو د عدلیه پریکړه به نه منل کیږي،انصاف لاس ته راوړونه کښې باید عدلیه او ذهنیت کښې توپیر وکړو: رضا رباني

د سیلاب ځپلو لپاره مو خیرات نه بلکه د نړۍ مرستې ته اړتیا ده: احسن اقبال

Leave a reply