جاپان په افغانستان کښې سفارتي فعالیتونو یو ځل بیا پیل کوي
باغي ټي وي رپورټ
جاپان په افغانستان کې د ډیپلوماتیکو فعالیتونو د بیا پیلولو پرېکړه کړې ده.
د افغان رسنیو له مخې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوشیما هایاشي وايي، له افغانستان سره محدودې دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې شوي او په کابل کې د جاپان سفارت محدود فعالیتونه پیل کړي دي.
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د بشپړو دیپلوماتیکو فعالیتونو د بیا پیلولو پرېکړه به د وضعیت له ارزونې وروسته وشي.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د پخواني حکومت تر سقوط وروسته جاپان خپل سفارت وتړل او دیپلوماتیکو کارکوونکو په موقت ډول له قطر څخه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ، خو اوس په کابل کې د جاپان سفارت محدود فعالیتونه پیل کړي دي.
نور خبرونه
کال ۲۰۱۸ څخه وړاندې فیټف کښې د پاکستان ریکارډ ښه نه وو: حماد اظهر
عمران خان د لانګ مارچ بهانه جوړوي او د ملک حالات خرابوي: د وزیراعظم خاص مرستیال، عطاتارړ
د سیلاب ځپلو لپاره مو خیرات نه بلکه د نړۍ مرستې ته اړتیا ده: احسن اقبال