عمران خان د هند په څیر د پاکستان لپاره انتها خوښې بال ټهاکرې او ګوند ی په شیوسینا بدل شوې دې: شرجیل میمن

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام میمن عمران خان د هند افراطي بال ٹھاکرې بللی او ویلي یې دي چې د عمران خان ګوند د پاکستان شیوسینا بدل شوی دی.
کراچۍ کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال نوموړي وئيلي دي دهغو کسانو په ضد به قانوني گامونه اخستل کيږي چې په لارو کوڅو کې په اور اچولو سره عامو خلکو ته زيان رسوي.
د سندهـ د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن ویلي چې له FATF څخه د پاکستان وتل یوه لویه بریا ده چې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو ته ځي.
ده ووئيل د هند د ټولو منفي هڅو باوجود پاكستان FATF كښې كاميابي ترلاسه كړې۔
شرجیل میمن وویل چې د الیکشن کمیشن له فیصلې څخه څرګنده ده چې عمران خان درواغجن او کرپټ دی، د عمران خان ګوند د ملک په بیلا بیلو برخو کې د دې فیصلې په ضد په مظاهرو کې په هیڅ ځای کې له درې څخه تر څلورو سوو پورې کسان نه شي راټولولی. .
هغه وويل دجمعې په ورځ په کراچۍ کې دشورو په ورځ په احتجاج کې ککړو کسانو په ضد به قانوني گامونه اخستل کيږي.
………………………
نور خبرونه
کال ۲۰۱۸ څخه وړاندې فیټف کښې د پاکستان ریکارډ ښه نه وو: حماد اظهر
عمران خان د لانګ مارچ بهانه جوړوي او د ملک حالات خرابوي: د وزیراعظم خاص مرستیال، عطاتارړ
د سیلاب ځپلو لپاره مو خیرات نه بلکه د نړۍ مرستې ته اړتیا ده: احسن اقبال