دوه هغه کسان ونیول شول چې د بینظیر انکم سپورټ پروګرام څخه به ی په جعلي توګه پیسې راویستلې

باغی ټي وي رپورټ
د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام نه د جعلکارۍ په ذریعه د پیسو اخستلو دوه وروڼه ونیول شول.
دپوليسو وينا ده چې ملزم دجعلي انگوټو په ذريعه د اے ټي ايم څخه پيسې اخستې اؤ دغلته يې د٣٠٠ؤ څخه زيات جعلي سمونه اؤ درې آلات ترلاسه کړي دي.
د پولیس وینا ده چی ملزمانو د پرچون فروشانو نه شناختی کارډونه او د ګوتو نشان سکینونه اخستلو او د جعلی ګوتو په جوړولو به ئي پیسی غلا کولې.
د پولیس وینا ده چې د ملزم سره یو هیکر هم موجود وو چا چې ورته ویل چې پیسې په کوم شناختي کارت راغلې وې, د پیښه په کراچۍ کښې مخې ته راغلې ده.
دا خبره مهمه ده چې تیر کال ۲۰۲۱ کښې په خېبر پښتونخوا (KP) کې نور 1770 دولتي کارمندان د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام څخه د پیسو اخستلې په اړه انکشاف شوو وو.
د راپور له مخې د بېنظیرانوم سپورټ پروګرام نه په غیر قانوني توګه د ګټه اخیستونکو په نوملړ کې له لومړۍ درجې څخه تر اتلسمې درجې پورې د دولتي کارکوونکو نومونه شامل دي.
د تاسیساتو ادارې اړوندو چارواکو ته مکتوب لیږلی ترڅو د کارمندانو پروړاندې اقدام وکړي.
د ليکنې له مخې، دولتي کارکوونکو پخپله يا د هغوى مېرمنو له پروګرام څخه ګټه پورته کړې، د هغو دولتي کارکوونکو پر وړاندې دې اقدام وشي چې د انکم سپورټ پروګرام نغدي مرستې يې اخيستې دي.
داسې راپورونه نشر شوي وو چې دې کارمندنو د معاشونه څخه حکومت بیا دا پیسې واپس اخستې وې.
…………………………..
نور خبرونه
وفاقي حکومت د عمران خان په ضد د عدالت د سپکاوي درخواست جمع کړې دې
سندهه حکومت په بلدیاتي ټاکنو کښې د امنیت خوندي کولو په اړه بخښنه غوښتې ده
د کراچۍ زیاته آبادي د کچه کورونو ده، دې لپاره د بشپړ پلان ضرورت دې، د سندهه د ماحولیاتو وزیر
په ۲۴ ملیارده روپیو مني لانډرنګ قضیه کښې بري کیدل، د حمزه شهباز غبرګون هم مخې ته راغلې






