عمران خان ویلي وو چې هرورځ به ۱۰ کروړه ډالر بچت کوم، هغه ډالر چرته لاړه؟ د عوامي نیشنل ګوند مشر غلام احمد بلور په عمران خا ن نیوکه

باغی ټي وي رپورټ
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر غلام احمد بلور د پي ټي آئي په چيئرمېن نيوکه کړې او ويلي يې دي چې د عمران خان غونډې مېلې او لوبې نه دي.
په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال پخواني وفاقي وزير وويل چې عمران خان له ټاکنو څخه وځي، دا څنګه کېږي؟
غلام بلور زیاته کړه چې مونږ نه وېرېږو، زمونږ دریځ مضبوط دی، اوس د عمران خان خبرې هغه څه نه دي چې پخوا وې، د عمران خان جلسې میله نه ده، ډرامه ده.
د ANP مشر وویل چې عمران خان ۵۰ زره کسان هم اسلام اباد ته نه شي راوستلای، خان وویل چې د ورځې سل میلیونه ډالر بچوي، چیرته لاړ؟
پخواني وفاقي وزير وويل چې شهباز شريف د ملک واک په لاس کې اخستى دى، حالات سمولو کې به وخت لگيږي او هلته به ښه والى راشي، زمونږ وسائل دې مونږ ته راکړل شي، زمونږ صوبه کې د ضرورت نه زيات ګيس او بجلۍ شته خو بيا هم لوډشیډنګ شته دې.
نور خبرونه
وفاقي حکومت د عمران خان په ضد د عدالت د سپکاوي درخواست جمع کړې دې
سندهه حکومت په بلدیاتي ټاکنو کښې د امنیت خوندي کولو په اړه بخښنه غوښتې ده
د کراچۍ زیاته آبادي د کچه کورونو ده، دې لپاره د بشپړ پلان ضرورت دې، د سندهه د ماحولیاتو وزیر
په ۲۴ ملیارده روپیو مني لانډرنګ قضیه کښې بري کیدل، د حمزه شهباز غبرګون هم مخې ته راغلې






