پي ټي آیی مشر اعظم سواتي ونیول شو

0
136

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او سناتور اعظم سواتی نیول شوی دی.

دسرچينو ترمخه اعظم سواتي تيره شپه ايف آئي اے سائبر کرائمز لخوا نيول شوى دى.

سرچينې وائي چې دپي ټي ائي مشر اعظم سواتي دمتقابلو ټويټونو په تور نيول شوى دى، اعظم سواتي د ادارو په ضد بيانولو اؤ خلکو ته دتشدد په تور نيول شوى دى.

دسرچينو ترمخه داعظم سواتي نوم هم ممنوع الخروج کېس کې شامل دى اؤ هغه د سائبر کرائم په مقدمه کې هم تر پلټنو لاندې دى خو دا نۀ ده په ډاگه شوې چې هغه په کومه مقدمه کې نيول شوى دى.
بل لوري ته د اعظم سواتي کورنۍ د وکيلانو سره رابطه کړې او د نيولو وروستو د هغه د کوم ځايې په اړه اړیکې روانې دي.
اعظم سواتي د اسلام آباد ډسټرکټ سيشن کورټ ته وړاندې شو

اعظم سواتي د سينئر سول جج شبير بهټي په عدالت کې وړاندې کړل شو چرته چې ايف آئي اے د اعظم سواتي د اووه ورځو جسماني ريمانډ غوښتنه کړې ده.

بل لوري ته په عدالت کې د اعظم سواتي وکيلانو دريځ خپل کړى چې دهغوي موکل يواځې په سياسي بنيادونو نيول شوى، اعظم سواتي دشپې ناوخته بې رحمانه تشدد کړى شوى دى.

عدالت د ايف آئي اے په جسماني ريمانډ باندي فيصله اوکړه او اعظم سواتي ئي د دوه ورځو جسماني ريمانډ منظور کړ۔

Leave a reply