د وزیراعظم شهباز شریف یوه بله آډیو لیک شوې ده، د عمران خان هم آډیو لیک شوي دي چې پکښې هغه د هارس ټریډنګ په اړه خبرې کړې وې

0
103

باغی ټي وي رپورټ
د لومړي وزیر شهباز شریف یوه بله ادعا شوې آډیو لیک هم مخې ته راغلی دی.

په سوشل ميډيا باندې په شوي ادعا شوي آډيو ليک کې د وزيراعظم شهباز شريف او د يو نامعلوم کس ترمينځ د اتحاديانو د اسسټنټ سيکرټري جوړولو په اړه خبرې اترې شوي دي۔

په ادعا شوې آډیو کې یو نامعلوم کس وزیراعظم ته وایي چې ایاز صادق صاحب وایي چې د پیپلز پارټۍ خلک هم د وزیراعظم نه د ونډې غوښتنه کوي، چې شهباز شریف ورته وایي چې هو، البته بلاول خبرې کړې وې.
د کوم نه پس چې نامعلوم کس ورته اوویل چې راځه دا اوس وګورو نو ظفر محمود او جهانزیب صاحب ته یې واچوو، زه به بیا تاسو ته یو حتمي نمبر ووایم چې شهباز شریف ورته وايي چې د ډاکټر یې هم غوښتنه کړې وه چې هغه سره ی هم شریکه کړي، شهباز شریف وایی چې نه یوازې د پیپلز پارټۍ سره بلکه نورو سره ی هم شریکه کړې.
ه دې وروسته نامعلوم کس وايي چې د جے یو آئی او ایم کیو ایم څخه به هم پوښتنه کوي، د ملک احمد علي په نوم د ایم کیو ایم یو غړی وايي چې په دې ټوله معامله کې د هغه مهم کردار و.

په ادعا شوې آډیو کې شهباز شریف پوښتنه کوي چې څوک؟ چې په ځواب کې نامعلوم کس وايي چې دا د کراچۍ نوکر دی.


………………………….

Leave a reply