اسحاق ډار لندن کښې نواز شریف سره لیدلي ، د پاکستان کمزورې معیشت قوي کولو او بحالولو لپاره امریکا ته سفر کوي، د آیی ایم ایف په غونډه کښې به ګډون کوي

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په لندن کې د پخواني وزيراعظم ميا محمد نواز شريف سره ليدلي دي.
په دې موقع د خزانې وزير ووئيل چې د ائي اېم اېف په كلنۍ غونډه كښې د ګډون لپاره امريكې ته ځي۔
له دې وړاندې په یوه مرکه کې اسحاق ډار ویلي وو چې د عمران خان حکومت په زمکه ماینونه ښخ کړي دي، په تېرو ۴ کلونو کې رامنځته شوې ستونزې به په ۶ میاشتو کې نه حل کېږي.
د خزانې وفاقي وزير وويل دا فيصله شوې ده چې پاکستان به د پاريس کلب ته نه ځي، د آئي ايم ايف د پروګرام بشپړولو وروسته به لغوه کيږي .
دا خبره د یادونې ده چې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار پرون په یوبیان کښې دا هم ویلي وو چې په تېرو څلورو کالو کښې رامنځته شوې ستونزې به په شپږو مياشتو کښې نه حل کېږي.
په يوه مرکه کې اسحاق ډار وويل چې پي ټي ائي ته به ريډ زون ته د احتجاج لپاره د راتلو اجازه نه ورکول کيږي، ملک په سيلابونو کې ډوب شوى او عمران خان په سياست کې عادی دى.
ده ووئيل چې د عمران خان حكومت د ملک معیشت ډیر زیات بد اغیزمن کړې دې، په تېرو 4 كلونو كښې پيدا شوې ستونزې به په 6 مياشتو كښې نه حل كېږي۔
اسحاق ډار وويل، چې هغه د IMF او نړيوال بانک کلنۍ غونډې ته ځي،هغه اوویل چې د IMF پروګرام بشپړولو وروسته به دې دې الوداع اوویو.
د مالیې وزیر وویل چې پریکړه شوې چې پاکستان به د پاریس کلب ته نه ځي.






