۲۴ ملیارده روپۍ د شهباز شریف او حمزه شهباز په سر دي ، دا پریکړه د عدالت له لوري د اولس په مخ څپیړه ده

0
163

باغی ټي وي رپورټ
د مني لانډرنګ په مقدمه کې د وزيراعظم شهباز شريف او حمزه شهباز د بري په اړه د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر فواد چوهدري غبرګون مخې ته راغلی دی.

په خپل يو بيان كښې فواد چوهدري ووئيل د 24 اربه روپو مني لانډرنګ د شهباز شريف او حمزه شريف په سر دے او ده ووئيل دا د عدالتي نظام د خلقو په مخ يو بل ټوپ دے ۔
فواد چوهدري وويل په 14000 اکاونټونو سخت کار شوی او دا يو فول پروف مقدمه ده، دا د پاکستان د خلکو پيسې دي.

ياده دي وي چي وزيراعظم شهباز شريف او زوي حمزه شهباز ايف آئي اے مني لانډرنګ کيس کښي بري کړي دي۔

د لاهور خاص مرکزي عدالت شهباز شريف او حمزه شهباز د مني لانډرنګ کيس کښې بري کړي دي.

Leave a reply