د سندهه په صوبایی اسمبلۍ کښې غړي سیدغني په خپل بیان د اولس څخه بخښنه غوښتې ده

باغی ټي رپورټ
د سندهـ صوبايي وزیر سعید غني د کراچۍ له ښاریانو د خپل بیان له کبله بښنه وغوښته.
په نننۍ خپرونه کې له شاه زیب خانزاده سره د خبرو پر مهال سعید غني وویل، که زما له وینا دا تاثر پیدا شو چې د کراچۍ د حالاتو مسؤلیت د ښاریانو پر غاړه دی، نو بخښنه غواړم.
هغه وويل دا زما مقصد نه ؤ، دا په عمومي ډول د کراچۍ په اړه نه ؤ، دا د ځينو اشخاصو خبره وه، يو څو عناصر دي چې په قصدي توګه داسې کارونه کوي، په بل ښار کې داسې نه کيږي.
د يادونې وړ ده چې تېره ورځ سعيد غني ويلي وو چې د کراچۍ ښاريان خپلې ستونزې سل ځله مطرح کوي، دا په نړۍ کې يوازينی ښار دی چې خلک يې د سيوريج لاينونه بندول، د اوبو لاينونه يې پنچر کول او د سړکونو څراغونه يې په نښه کول، چې په دې کار سره يې خلک بندول.
سعيد غني هم د دا ډول پېښو د ثبوت ادعا وکړه، خو ويې نه ويل، چې د ستونزو د حل تر څنګ يې د هغو کسانو پر وړاندې کوم اقدام کړى، چې ستونزې يې رامنځته کړې دي.
د ا خبره د یادونې ده چې سید غني په پرون په یو بیان کښې د سندهـ د کار او ځواک وزیر د کراچۍ د خلکو د ستونزو د نه حل پړه پر خلکو واچوله.
سعید غني وویل چې د کراچۍ ښاریان سل ځله خپلې ستونزې بیانوي، دا په نړۍ کې یوازینی ښار دی چې خلک یې پخپله د سیوریج لاینونه بندوي، د اوبو لاینونه پنکچر کوي او د سړکونو څراغونه په ډزو سره بندوي.
………………………………………






