لاهور کښې پولیسو د کروړونو روپۍ نشه ی توکي، چرس برآمد کړي دي

باغی ټي وی رپورټ
په اهور کښي پوليس د بادامي باغ جوزف کالونئ کښي چاپه وهلي او د کروړونو روپو په قيمت 104 کلو چرس برآمد کړي دي۔
د ايس پي سټي سرفراز ورک وينا ده چي دغه کاروائي د خفيه اطلاع په بنياد اوکړي شوي چي پکښي د نشه اي توکو دوه کاروباريان عثمان او سمير نيولي شوي او د کروړونو روپو په ارزښت 104 کلو چرس برآمد کړی شوي دي.
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې اعتراف کړى دى چې نشه يي توکي يې د چنګ چي رېکشا له لارې بارول، نشه يي توکي يې په کڅوړو کې لېږدول او ښار ته به يې د پېرودونکو د لېږد په موخه لېږدول.
دا خبره مهمه ده چې پرون هم په یو نشر شوي بیان کښې ویل شوي وو چې د پاکستان کراچۍ ښار د نشه توکو کارولو په اړه لوی ښار دي او په دې ښار کښې ځوانان په زیات شمیر کښې نشه ی توکي کاروي.
…………………………………………





