په ۲۴ ملیارده روپیو مني لانډرنګ قضیه کښې بري کیدل، د حمزه شهباز غبرګون هم مخې ته راغلې

0
214

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر حمزه شهباز د اېف آئي اے د مني لانډرنګ په مقدمه کښې د بري په اړه د ردعمل څرګندولو په وخت ويلي دي چې عدالت د مني لانډرنګ په جعلي مقدمه کښې وزيراعظم شهباز شريف او ما ته په باعزته توګه بري کړي دي، ريښتيا، صداقت او ايماندارۍ. ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.
د ايف آئي اے مني لانډرنګ کيس کښې د بري په اړه خپل بيان کښې د پنجاب پخواني وزيراعلي حمزه شهباز وئيلي دي چې د الله په فضل مونږ يو ځل بيا په زړورتيا سره د دې دروغو مقدمو مقابله کړې ده۔

ده ووئيل د عمران نيازي د ايما په ضد د دروغو مقدمو له وجې د قوم وخت، پېسې او د ادارو وقار ته زيان رسېدلے دے۔
حمزه وويل چې د پيسو مينځلو کوونکی عمران نيازي دی چې د ټي بوائز په نوم يې پيسې لېږلې، عمران نيازي يو مستند بهرني فنډر دی چې اوس به د قانون سره مخ شي.

ياده دي وي چي تيره ورځ د لاهور خصوصي مرکزي عدالت وزيراعظم شهباز شريف او د هغه زوي حمزه شهباز د مني لانډرنګ کيس کښي بري کړي وو۔

Leave a reply