د ښځینه قاضي سپکاوې، د عمران خان ضمانت یقینی شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد یوې محکمې یوې ښځینه قاضي ته د ګواښلو په قضیه کې د عمران خان ضمانت تایید کړ.
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د زنانه جج ته د ګواښلو په مقدمه کښې عدالت ته د حاضرۍ لپاره ايف 8 محکمې ته رسيدلې دې په دې موقع اسد عمر او فيصل جاويد هم ورسره وو.
د سيشن جج کامران بشارت مفتي د مقدمې اورېدنه وکړه چې په مهال يې د عمران خان وکيل بابر اعوان او استغاثه واجد منير دلائل وړاندې کړل.
د لنډې اورېدنې وروستو عدالت د پي ټي آئي د چيئرمېن ضمانت منظور کړو چې وروسته عمران خان له عدالت نه ووت.
د عدالت لخوا د ضمانت منظوریدو وروستو د عمران خان وکیلانو د ۵۰ زره روپو ضمانتي مچلکې عدالت ته جمع کړې دي.
نور خبرونه
وفاقي حکومت د عمران خان په ضد د عدالت د سپکاوي درخواست جمع کړې دې
سندهه حکومت په بلدیاتي ټاکنو کښې د امنیت خوندي کولو په اړه بخښنه غوښتې ده
د کراچۍ زیاته آبادي د کچه کورونو ده، دې لپاره د بشپړ پلان ضرورت دې، د سندهه د ماحولیاتو وزیر
په ۲۴ ملیارده روپیو مني لانډرنګ قضیه کښې بري کیدل، د حمزه شهباز غبرګون هم مخې ته راغلې