وفاقي حکومت د عمران خان په ضد د عدالت د سپکاوي درخواست جمع کړې دې

0
105

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي حکومت د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان په ضد سپريم کورټ کښې د توهين عدالت درخواست جمع کړے دے۔

د وفاقي داخله وزارت لخوا د عمران خان خلاف د احتجاج او لانګ مارچ په اړه د توهين عدالت درخواست دائر کړی شوی دی.

سپريم کورټ کښې دائر درخواست کښې وفاقي حکومت دريځ خپل کړے دے چې عمران خان اسلام آباد ته د لانګ مارچ او احتجاج اعلانونه کوي، عمران خان د سپريم کورټ د احکاماتو خلاف ورزي کوي۔
په درخواست کې ويل شوي دي چې سپريم کورټ عمران خان ته د پرامن احتجاج کولو اجازه ورکړې وه خو عمران خان يو ځل بيا په اسلام اباد د بريد کولو اعلانونه کوي.

د وفاقي حکومت لخوا جمع کړل شوي درخواست کې غوښتنه شوې چې سپريم کورټ دې عمران خان ته د احتجاج او دھرنې په اړه د خپلو حکمونو عملي کولو ډاډ ورکړي.
ياده دي وي چي د تحريک انصاف چيرمين عمران خان د اسلام آباد په لور د لانګ مارچ اعلان کړے دے ولي تر دي دمه ئي د لانګ مارچ نيټه نه ده اعلان کړي۔

نن هم په راولپنډۍ کې په پير مهر علي شاه يونيورسټۍ کې د وينا په مهال عمران خان وويل چې ډير زر به غږ ورکوي، نه له جيل نه ډاريږي او نه هم مرګ، د غلو او مافيا په ضد به تر اخره پورې مبارزه کوي.
…………
نور خبرونه

د پي ټي آیی مشر فواد چوهدري ویلي دي او تور ی لګولې دې چې د شهباز شریف او حمزه شهباز کیسونه ختمولو ترشاه د اسټبلشمنټ ملاتړ دې

سندهه حکومت په بلدیاتي ټاکنو کښې د امنیت خوندي کولو په اړه بخښنه غوښتې ده

د وزیراعظم شهباز شریف یوه بله آډیو لیک شوې ده، د عمران خان هم آډیو لیک شوي دي چې پکښې هغه د هارس ټریډنګ په اړه خبرې کړې وې

پي ټي آیی مشر اعظم سواتي ونیول شو

د اعظم سواتي نیول، د عمران خان غبرګون مخې ته راغلې دې

د کراچۍ زیاته آبادي د کچه کورونو ده، دې لپاره د بشپړ پلان ضرورت دې، د سندهه د ماحولیاتو وزیر

په ۲۴ ملیارده روپیو مني لانډرنګ قضیه کښې بري کیدل، د حمزه شهباز غبرګون هم مخې ته راغلې

Leave a reply