د پي ټي آیی مشر فواد چوهدري ویلي دي او تور ی لګولې دې چې د شهباز شریف او حمزه شهباز کیسونه ختمولو ترشاه د اسټبلشمنټ ملاتړ دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د وزيراعظم په توګه د پارټۍ چيئرمېن عمران خان د اختياراتو په اړه د بيان په اړه بحث کړی دی.
په خپل يو بيان كښې فواد چوهدري وئيلي دي چې عمران خان ته څومره چې په سول ملټري سيټ اپ كښې توازن لپاره ضروري ده هغه په ملټري سيټ اپ كښې نه كم او نه زيات توازن لري۔
د پي ټي ائي مشر دعوه کړې چې د عامو خلکو تاثر دا دی چې د شهباز شريف او حمزه شهباز د کيسونو ختمولو تر شا د اسټيبلشمنټ ملاتړ دی، دا فيصله د عدالتي نظام په مخ د خلکو په مخ يو ګوزار دی.
ولس په دې نظر دی چې د این آر او 2 عمل به پیل شي: شاه محمود
بل لوري ته دتحريک انصاف وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي د شهباز شريف او حمزه شهباز د بري په اړه خپل ردعمل ښودلو سره وئيلي دي چې ولس ويني چې د اين آر او 2 عمل شروع شوے دے.
شهباز شريف او حمزه شهباز د ايف آئي اے مني لانډرنګ کيس کښې بري کړے شوے دے۔هغه وويل، هغه کسان چې د پيسو مينځلو قضيې روښانه وې، په باعزته توګه بري کېږي.
نور خبرونه
د کراچۍ زیاته آبادي د کچه کورونو ده، دې لپاره د بشپړ پلان ضرورت دې، د سندهه د ماحولیاتو وزیر
په ۲۴ ملیارده روپیو مني لانډرنګ قضیه کښې بري کیدل، د حمزه شهباز غبرګون هم مخې ته راغلې






