څوک چې دې هیواد غلو ته این آر او ورکوي نو هغه ددې ملک غدار دې: عمران خان په مردان کښې غونډې ته وینا
باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وايي څوک چې دې غلو ته این آر او ورکوي د دې هیواد غدار دی.
په مردان کې یوې جلسې ته په وینا کې عمران خان وویل که زه کرپټ وای نو نن به د نوازشریف په څیر له هیواده تښتیدلی وای.
عمران خان وویل چې په سوات او قبایلي سیمو کې د ګډوډۍ ذمه واري وفاقي حکومت دی، کله چې زه په حکومت کې وم، موږ ترهګري کنټرولوله، ما تل ویل چې پاکستان باید د امریکا جګړه نه وای کړې، کله چې امریکا جګړه کوله، ټي ټي پي نه و. په پاکستان کې جګړه، ترهګري پیل شوه، کله چې زه په حکومت کې وم، ما د یوې ډرون حملې اجازه نه وه ورکړې، پولې د وفاق په واک کې دي، ولې خلکو ته د راتلو اجازه ورکړل شوه؟
د پي ټي آئي چيئرمېن وئيلي دي چې اعظم سواتي هم د برق نه اغوستلو سره تشدد کړے دے۔
نوموړي تور ولګاوه چې د ټاکنو کمېشنر له غلو سره لاس لري، مخالفينو له لسو تر پنځلس زره جعلي رايې اخيستې دي، دوى به د مخالفينو له پلان سره سم د جعلي رايو په ورکولو سره ماتې وخوري.
نور خبرونه
وفاقي حکومت د عمران خان په ضد د عدالت د سپکاوي درخواست جمع کړې دې
سندهه حکومت په بلدیاتي ټاکنو کښې د امنیت خوندي کولو په اړه بخښنه غوښتې ده
د کراچۍ زیاته آبادي د کچه کورونو ده، دې لپاره د بشپړ پلان ضرورت دې، د سندهه د ماحولیاتو وزیر
په ۲۴ ملیارده روپیو مني لانډرنګ قضیه کښې بري کیدل، د حمزه شهباز غبرګون هم مخې ته راغلې