لسبیلا هیلي پیښه کې د یوټیوبر په شمول د سوشل میډیا فعالان هم د پاکستان فوځ په ضد کمپاین کې شامل دي

0
188

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان فوځ په ضد د پروپاګند کولو په سوشل ميډيا د فعالانو يو به اوږد فهرست د لسبيله ترهه ګرۍ نه وروستو مخې ته راغلے دے چې د بلوچستان په لسبيله سيمه کښې د هيلي کاپټر غورځيدو نه پس په سوشل ميډيا د پاکستان فوځ په ضد پروپيګنډے شوے وو چې پکښې د پاکستان فوځ شهيدان هم شامل وو. په دې اړه د پاکستان د فوځ ویاند هم یو بیان خپور کړی او په دې جعلي خبرونه ی د غم او غصي څرګندونه کړې وه. په بیان کښې ویل شوي وو چې ددې منفي پروپاګندې سره د شهیدانو د کورنیو خلکو زړه ازار شوې دې او په دې جعلي خبرونه ی د سختې خفګان څرګندونه کړې وه.

د سند له مخې د پاکستان د پوځ د شهيدانو په ضد د کمپاين په اړه د ايف آئي اے تحقيقات وروستي پړاو ته داخل شوي دي او په ټوليزه توګه د 580 اکاونټونو پلټنه شوې چې په 178 اکاونټونو کې د پي ټي آئي بيرغ يا نښان موجود وو.
د FIA اسنادو کې ویل شوي چې د شهدا خلاف کمپاین کې 18 هندي اکاونټونه هم شامل وو چې د پیژندل شوي اکاونټونو شمیر 168 او د جعلي اکاونټونو شمیر 238 دی.
باغي ټلویزیون ته په ترلاسه شوي تحقیقاتي راپور کې د هغو کسانو نومونه، د تلیفون شمیرې، بشپړ ادرسونه او د هغو پوسټونو سکرین شاټونه شامل دي چې د پاکستان د پوځ او شهیدانو پر ضد تبلیغات کوي او د هغو کسانو نومونه هم شته چې ناوړه کمپاینونه کوي. YouTubers، د ټولنیزو رسنیو فعالین، ټیک ټیکرز. په نوملړ کې سمیع ابراهیم، صابر شاکر، علي سلمان علوي، سید مهدي رضا حیدر عرف ټیکسي ډرایور، عمران عاشق، محمد وقار ملک، امداد حسین شهزاد، عمران افضل راجا، میاں عثمان عزیز، حمزه کلیم، جمیل فاروقي، رضوان احمد غلزی، عمر او انعام شامل دي.
د عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريک کامياب شو او کله چې هغه د وزيراعظمۍ د څوکۍ نه لاس په سر شو، نو د هغې نه وروستو د تحريک انصاف د سوشل ميډيا فعالان په پرله پسې توگه په ادارو نيوکې کوي، خو د پي ټي ائي سوشل ميډيا فعال په پرله پسې توگه ټويټونه کوي. د پاکستان د دفاعي ځواکونو او د دې هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه، د پاکستان ګاونډي او دښمن هېواد هند ښايي هومره پروپاګند نه وي کړی، څومره چې يې د پي ټي ايي کارکوونکو د پاکستان فوځ او د ملکي ادارو په ضد وکړه.
کله چې د ادارو لخوا کوم اقدام کیږي او یو ملزم نیول کیږي نو د هغه تعلق د تحریک انصاف سره راځي. په لسګونو داسې د بخښنې ویډیوګانې مخې ته راغلي دي چې پکې د پي ټي آئي سوشل میډیا فعالان خپله غلطي مني، د پاکستان اولس، فوځ او ملکي ادارو څخه بخښنه غواړي.

د ایف آی اې د اسنادو له مخې، ۱۲۳ اکاونټونه نادرا ته سپارل شوي، چې ۳۳ اکاونټونه له نورو هېوادونو چلول کېدل.
سند کې وئيل شوي چې ايف آئي اے د پاکستان پوځ په ضد د کمپاين کولو 234 اکاونټونه په ګوته کړي ، په ګوجرانواله کې د 12 پلټنو څخه 6 کېسونه درج کړل شوي او 5 کسان نيول شوي دي.

د سند ترمخه د فيصل آباد په 7 انکوائريو کښې 4 مقدمې درج کړې شوې او 4 کسان نيولې شوي او د لاهور په 7 انکوائريو کښې 2 مقدمې درج کړې شوې او 2 کسان نيولې شوي او 4 نوټس جاري کړې شوي دي۔

ياده دي وي چي د پاکستان د فوځ ايوي ايشن هيلي کاپټر لسبيله کښي سيلاب ځپلو سيمو کښي د امدادي کاروائي دوران ورک شوې وو .
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي هيلي کاپټر د خراب موسم له وجي راپريوتو چي له وجي ئي د کور کمانډر کوئټه ليفټننټ جنرل سرفراز علي او ډي جي پاکستان کوسټ ګارډ ميجر جنرل امجد په شمول شپږ فوځيان شهيدان شوي دي۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د هيلي کاپټر غورځيدو نه پس په سوشل ميډيا منفي کمپاين شروع شوے وو کوم چي د پاکستان فوځ لخوا په کلکه غندنه شوي وه ولي حکومت فيصله کړي وه چي په سوشل ميډيا د منفي کمپاين خلاف کاروائي کوي او ايف آئي اے او آئي ايس آئي افسرانو باندي مشتمل تحقيقاتي ټيم جوړ کړے شوے دے۔ جوړه شوې چې د پېښې پلټنې کوي.د هيلي کاپټر حادثه د خراب موسم له امله شوې چې له امله يې په هيلي کاپټر کې د کور کمانډر کوئټه ليفټننټ جنرل سرفراز علي او ډي جي پاکستان کوسټ ګارډ سپاره وو چې پکې د ميجر جنرل امجد په شمول شپږ ځوانان شهيدان شوي وو.
………………….

…………….

نور خبرونه

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پیپلز ګوند مشر او پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني په ضد سینیټ کښې ریفرنس جمع کړې دې

د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس د پاکستان آیین آرټیکل ۶۲ ون ایف یو ډیر سخت قانون بللې دې

پیښور کښې د ترهګرو او امنیتي ځواک ترمینځ نښته شوې، ۴ څلور ترهګر اووژل شول

پاکستان او انګلینډ کرکټ لوبې روسته قذافي سټیډیم کښې دوه وسلی لرونکي نیول شوي دي

د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې معامله پارلیمان ته رسیدلې

د عمران خان ملکي ادارو په ضد کمپاین، وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان دې کار سختو ټکو کښې غندنه کړې ده

د پاکستان برج فیډریشن ټاکنې کیږي، د بورډ آف ډایریکټر لپاره د ټاکنو مراسله جاري شوې ده

دا وخت د دریم نړیوال جنګ پیل کولو وخت نه دې ، باید دا وخت د کورونا او اقلیمی بدلون د بحران سره په شریکه مبارزه وشي: بلاول بهټو زرداري

پنجاب کښې د اولس لپاره وزیراعظم د ۱۰۰ ملیارده روپو احساس راشن پروګرام پرانسته وکړه

Leave a reply