پنجاب کښې د اولس لپاره وزیراعظم د ۱۰۰ ملیارده روپو احساس راشن پروګرام پرانسته وکړه

0
98

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي د 100 اربه روپو د پنجاب احساس راشن ډسکاؤنټ پروګرام پرانسته وکړه.

پرویزالهي دغه پروګرام په شادمان مارکیټ کې د احساس راشن ډسکاؤنټ پروګرام لاندې رجسټر شوي عمومي پلورنځي کې پیل کړ.

ډاکټر ثانيه نشتر وزيراعلي ته د احساس راشن پروګرام په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړو او د پروګرام د تفصيلاتو په اړه يې معلومات ورکړل.
ميډيا سره خبرو کښې وزيراعلي پنجاب اوويل چې د احساس راشن ډسکاؤنټ پروګرام ترمخه به د 100 اربه روپو په لګښت مستحق خاندانونو ته اوړه، دال، د پخلي تېل او غوړي تر 40 فيصده پورې ارزانه وي۔

مستحقې کورنۍ به وکولای شي چې اوړه، غوړي، غوړي او دال د راجستر شویو پرچون پلورنځیو څخه په ۴۰ سلنه تخفیف واخلي، په داسې حال کې چې په پروګرام کې به د نورو خوراکي توکو شاملول هم په پام کې نیول کیږي.

Leave a reply