د عمران خان ملکي ادارو په ضد کمپاین، وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان دې کار سختو ټکو کښې غندنه کړې ده

0
77

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د قامي ادارو په ضد د عمران خان د کمپاين سختې غندنه کړې او وئيلي ئې دي چې په لاسونو نيول شوي غله اوس د ادارو په بدنامولو سره د سزا نه بچ کول غواړي۔

وزيراعظم ووئيل د عوامو نه پس اوس په ادارو كښې د ګډوډۍ د خورولو سازش كوونكے دے٬ د سيفرې په بدلولو سره د قامي سلامتۍ سره لوبې شوې۔
هغه زياته کړه، چې قانون ته به مخ اړوي، هغه څوک چې د پاکستان له ملي ګټو سره لوبې کوي، بايد قانون ته ځواب ووايي، قانون د ټولو لپاره برابر دى، د شهرت مانا له قانون پورته څنګه ده؟

شهباز شریف ویلي، ستاسو آډیو لیک د پاکستان د ګټو خلاف یوه جدي دسیسه په ډاګه کړې ده.
ياده دې وي چې تيره ورځ وفاقي کابينې د امريکې د خطرې په اړه د آډيو ليکس په اړه د عمران خان خلاف د قانوني کاروائي منظوري ورکړې وه او د ايف آئي اے لخوا د پلټنو کولو فيصله شوې وه۔

خو پاکستان تحریک انصاف د ای اېس ای لخوا د آډیو لیک او امریکن سائیفر په اړه د پلټنو پرېکړه رد کړې او ویلي یې دي چې د سپریم کورټ لخوا دې عدالتي پلټنه وشي.
………………………….
نور خبرونه

د پاکستان برج فیډریشن ټاکنې کیږي، د بورډ آف ډایریکټر لپاره د ټاکنو مراسله جاري شوې ده

دا وخت د دریم نړیوال جنګ پیل کولو وخت نه دې ، باید دا وخت د کورونا او اقلیمی بدلون د بحران سره په شریکه مبارزه وشي: بلاول بهټو زرداري

پنجاب کښې د اولس لپاره وزیراعظم د ۱۰۰ ملیارده روپو احساس راشن پروګرام پرانسته وکړه

Leave a reply