دا وخت د دریم نړیوال جنګ پیل کولو وخت نه دې ، باید دا وخت د کورونا او اقلیمی بدلون د بحران سره په شریکه مبارزه وشي: بلاول بهټو زرداري

0
197

باغی ټي وي رپورټ
دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې يوکرين يا دنړۍ په نورو مسايلو کې زمونږ لپاره تر ټولو زياته مهمه او ځورونکې خبره زمونږ په هيواد کې دسيلابونو تباهي ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري له عربي ټي وي سره د مرکې پر مهال وويل، چې پاکستان د روسيې او اوکراين په شخړه کې يو اړخ نه دی، د روسيې خپل نظر دی او لويديځ هم د اوکراين په اړه خپل نظر لري. .
ناها وویل، دا د بلې نړیوالې جګړې د پیل وخت نه دی، بلکې د کرونا ناروغۍ او د اقلیم د بدلون په څېر بحرانونو سره په ګډه مبارزه وشي.

بلاول بهټو زرداري وويل ملګري ملتونه دې هم په کشميريانو او هندي مسلمانانو د ظلمونو نوټس واخلي.
دا خبره مهمه ده چې پروان د پاکستان فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه هم په امریکا کښې د ملګرو ملتونو جنرل سیکرټري سره لیدنه کړي ده او په لیدنه کښې ی ورسره په مهمو موضوع ګانو خبرې کړي، د ملګري ملتونو مشر پاکستان د سیلاب ځپلو د مرستې لپاره بشپړه ډاډ ورکړې دې.
……………………..
نور خبرونه

د چین په ضد یو بل بلاک جوړ شو، امریکا ،استرالیا او د جاپان مشرانو پریکړه کړې چې د چین په ضد به په شریکه کار وکړي

عمران خان هم د امریکایی سایفر د غایبیدو تصدیق کړې دې

Leave a reply