عمران خان هم د امریکایی سایفر د غایبیدو تصدیق کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان هم د امريکائي سيفر د ورکېدو تصديق کړے دے کوم کښې چې د تورونو په حقله موجود وو۔
تيره ورځ يو شخصي ټي وي سره په مرکه کښې عمران خان وويل چې زما يو سيفر وو، هغه ورک شو، نه پوهيږم چرته لاړو.
عمران خان دا هم وویل چې هغه څه چې په سیفر کې راغلي هغه په غونډو کې ویل شوي، د او آی سي له غونډې وروسته یې هم د هیواد نوم یاد نه کړ.
بل خوا د مسلم ليګ ن نائب صدر مريم نواز تور لګولې چې د وزيراعظم هاؤس نه د سيفرې کاپي غائب ده، عمران خان د وزيراعظم هاؤس نه د وتلو په مهال د منرل واټر،د معدني اوبو ٢٠٠٠ بوتلونه هم له ځانه سره وړي دي.
بل خوا د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وايي چې وزيراعظم او کابينې د سيفر مسلې په اړه هر څه په تفصيل سره معاينه کړي دي، سيفر غائب دى، پخوانى پرنسپل سيکرټري وايي چې عمران خان ته يې ورکړى چې په کومو دقيقو کې جوړېږي. خو اوس دا خبره ثابته شوه چې دا دسیسه د هغه وخت اپوزیسیون نه بلکې د دوی له خوا شوې وه.
…………………
نور خبرونه
د کروندګرو اتحادیی په وزیرداخله تور لګولې چې حکومت سره ی ددوی خبرې خرابې کړي دي
عمران خان د نیولو وارنټ ختمولو لپاره عدالت کښې غوښتنلیک جمع کړې دې
اسد عمر حکومت ته خبردارۍ ورکړې دې چې د عمران خان د نیولو دې ډډه وکړي
د سندهه صوبې په ګنړو سیمو کښې د سیلاب اوبو ویستلو انتظام نه دې شوې، په دې سیمو کښې ناروغۍ خپریږي