بلوچستان کښې ۴ ترهګر وژل شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان په نصیر آباد ضلع کې د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) په ګاډي د ډزو په نتیجه کې څلور ترهګر وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه د نصير اباد په نوتال نيشنل هائي وے باندې د سي ټي ډي په ګاډي ډزې شوي، د ترهګرو لخوا په ډزو کې د اے ايس آئي په ګډون دوه اهلکار سخت ژوبل شوي، ژوبل پوليس اهلکار د طبي امداد لپاره هسپتال ته رسول شوي دي۔
د سي ټي ډي سرچينو ترمخه د پوليس جوابي کاروائي کښې څلور شکمن ترهګر وژل شوي دي۔
سرچینه زیاتوي، چې له وژل شویو ترهګرو څخه درې لاسي بمونه، د ریموټ کنټرول وسایل، کلاشینکوف او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
دلته باید دا یادونه وشي چې د خیبر پښتونخوا او ورسره نختې قبایلي سیمو کښې یو ځل بیا د ناامنې پیښې زیاتې شوي دي او هره ورځ په هدفي وژنو او ترهګریز بریدونو کښې یو شمیر سرکاري او غیر سرکاري کسان په نخښه شوي او ژول شوي دي چې ځای اولس ی اندیښمن کړې دې.
…………………..
نور خبرونه
د کروندګرو اتحادیی په وزیرداخله تور لګولې چې حکومت سره ی ددوی خبرې خرابې کړي دي
عمران خان د نیولو وارنټ ختمولو لپاره عدالت کښې غوښتنلیک جمع کړې دې
اسد عمر حکومت ته خبردارۍ ورکړې دې چې د عمران خان د نیولو دې ډډه وکړي
د سندهه صوبې په ګنړو سیمو کښې د سیلاب اوبو ویستلو انتظام نه دې شوې، په دې سیمو کښې ناروغۍ خپریږي