د سندهه صوبې په ګنړو سیمو کښې د سیلاب اوبو ویستلو انتظام نه دې شوې، په دې سیمو کښې ناروغۍ خپریږي

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ په ګڼو سیمو کې د سېلاب او باران اوبه نه دي وتلي چې له امله یې د وبا له امله د مړو شمېر په پرله پسې ډول مخ په زیاتېدو دی.
په دادو ولسوالۍ کې د سېلابونو او بارانونو له امله د رامنځته شوې وبا له امله ۳ تنه نور سېلاب ځپلي مړه شوي، چې له دې سره په تېره یوه میاشت کې په یاده ولسوالۍ کې د مړو شمېر ۴۶ ته ورسېد.
دادو کې وبایی نارواعیو له امله په تخنیکي کالج ، د میهړ په کلي دوست چانډیو او د احمد چانډیو په کلي کې د مختلفو ناروغیو له وجې درې نور کسان مړه شوي دي.
د ملاريا، نس ناستي او معدې له امله د مړو شمېره ۴۶ ته رسېدلې، په دې سره په ۳۲ ورځو کې په ضلع کې د ناروغانو شمېر ۲۵۴۰۱ ته رسېدلی دی.
په سانګهړ او مټیاري کې د مړو شمېره ۲۶ ده، په جامشورو کې ۴۴، قمبر شهدادکوټ کې ۲۲ او ټنډې الهيار کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.
د جامشورو ولسوالۍ د عامې روغتيا رياست له لوري د سېلاب ځپلو د مړينې او ناروغانو د شمېرو له مخې، په ياده ولسوالۍ کې د سېلابونو، بارانونو او ناروغيو له امله د مړو شويو کسانو شمېر ٤٤ تنو ته رسېدلى او په بېلابېلو ناروغيو د اخته کسانو شمېر ٤٤ ته رسېدلى دى. د جولای څخه تر سپټمبر 28 پورې 98 زره 859 ته رسیدلی.
نور خبرونه
اسد عمر حکومت ته خبردارۍ ورکړې دې چې د عمران خان د نیولو دې ډډه وکړي
آیی سي سی د نن ۱ اکتوبر څخه د کرکټ لوبې نوې قانون عملي کړې دې