د هرات د صرافانو د اتحادیې د رئیس زوی د انسان تښتوونکو لۀ لوري تښتول شودی دی

0
178

د هرات د صرافانو د اتحادیې د رئیس زوی د انسان تښتوونکو کوونکو لۀ لوري تښتول شوی دی

تر اوسه په هرات ولایت کې د وسله والو ط’البانو دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي. څو ورځې وړاندې په مزارشریف کې د یوه ډاکټر زوی د سړي تښتونکو له خوا وتښتول شو. خو څو ورځې وروسته دغه دولس کلن ماشوم د ا.ا د حکومت د امنيتي ځواکونو له خوا د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

 

(2022 / 10 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په هرات ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د هرات د صرافانو د اتحادیې د مشر زوی د انسان تښتونکو له خوا تښتول شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، سړي تښتوونکو د هرات د صرافانو د اتحاديې د مشر غلام سهرابي زوى نهم ميزان د هرات ښار له انصاري واټ څخه تښتولی دى. ويل کيږي چې د غلام سهرابي زوى ښوونځي ته د تګ پر مهال وتښتول شو.

تر اوسه په هرات ولایت کې د وسله والو ط’البانو دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي. څو ورځې وړاندې په مزارشریف کې د یوه ډاکټر زوی د سړي تښتونکو له خوا وتښتول شو.

اړوند موضوعات: 

 بلخ کې  یو ماشوم د انسان تښتوونکو لۀ منګولو ژغورل شوی دی 

خو څو ورځې وروسته دغه دولس کلن ماشوم د ا.ا د حکومت د امنيتي ځواکونو له خوا د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

Leave a reply