په فراه کې یوې ښځې ځان یوې ژورې څاه ته غورځولی دی 

0
104

په فراه کې یوې ښځې ځان یوې ژورې څاه ته غورځولی دی 

د فراه سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې په دغه ولایت کې یوې ښځې ځان په یوه څاه کې غورځولی دی. دا پېښه تېره ورځ سهار د فراه ښار د “بویلر پلورونکي” په کلي کې رامنځته شوې ده. چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دغې مېرمنې رواني ستونزه درلوده او تېره ورځ یې په یوه ژور څاه کې ځان غورځولی دی.

 

(2022 / 10 / 2    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د فراه سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې په دغه ولایت کې یوې ښځې ځان په یوه څاه کې غورځولی دی. دا پېښه تېره ورځ سهار د فراه ښار د “بویلر پلورونکي” په کلي کې رامنځته شوې ده. چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دغې مېرمنې رواني ستونزه درلوده او تېره ورځ یې په یوه ژور څاه کې ځان غورځولی دی.

د چارواکو په وینا دغه ښځه له شپږ تر اتو مترو په ژوره څاه کې بنده ده او امنیتي ځواکونه یې د ژغورلو هڅې کوي. چارواکي لا هم وايي، چې دغه ښځه ژوندۍ ده او تر اوسه نه ده ژغورل شوې.

اړوند موضوعات:

هلمند کې ژورې څاه ته لوېدلي ماشوم خپل ژوند لۀ لاسه ورکړی دی 

باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې هم په هلمند کې یوه ښځه په یوه څاه کې غورځېدلې وه، چې د ژغورنې ډلې له هڅو وروسته له څاه څخه ژوندۍ را ایستل شوې وه.

Leave a reply