هلمند کې ژورې څاه ته لوېدلي ماشوم خپل ژوند لۀ لاسه ورکړی دی 

0
204

هلمند کې ژورې څاه ته لوېدلي ماشوم خپل ژوند لۀ لاسه ورکړی دی 

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال زياتوي، چې تر اوسه د دغه ماشوم جسد له څاه څخه نه دى را ايستل شوى او د مړي د را ايستلو هڅې روانې دي. د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په يو شمېر ولايتونو کې په ورته پېښو کې يو شمېر ماشومان په څاګانو کې ډوب شوي او په ځينو کې مړه شوي دي.

(2022 / 9 / 19   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په هلمند کې يو ماشوم چې په يوه څاه کې لوېدلی ؤ مړ شو. د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض رسنیو ته وویل، چې د کجکي ولسوالۍ د “خونجک” په کلي کې یو پنځه کلن ماشوم چې له خوړلو وروسته د اوبو په یوه څاه کې غورځېدلی چې یاده څاه ۵۰ متره ژوروالی لري.

تېره شپه ناوخته  د دغه ولایت د اطلاعاتو و کلتور مرستیال وویل چې یاد ماشوم لۀ هڅو سره سره خپل ژوند بایللی دی.

اړوند موضوعات: 

هلمند کې دوه ماشومان يوې څاه ته د غورځېدو له امله مړه شوي

Leave a reply