هلمند کې دوه ماشومان يوې څاه ته د غورځېدو له امله مړه شوي
د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اوبو په يوې څاه کې دوه ماشومان د غورځېدو له امله مړه شوي دي.
د هلمند ولايت د اطلاعات او کلتور ریاست چارواکو ويلي، دغه پېښه تېره ورځ (سه شنبه، د چنګاښ ۲۱مه) رامنځته او مړه شوي ماشومان دواړه هلکان دي.
د افغانستان په ډېری لرې پرتو سيمو کې د اوبو د معياري څاه ګانو نشتون، هغه مسئله ده چې وخت ناوخت د وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
څو مياشتې مخکې په زابل ولايت کې هم د حيدر په نامه يو ماشوم څاه ته غورځېدلی ؤ، چې د ژغورنې لپاره يې له پوره هڅو څخه وروسته بيا هم ونه ژغورل شو او غږ يې د تل لپاره غلی شو.
کارپوهان وړاندیز کوي، هغه کارونه چې زیات لګښت او پانګې ته اړتیا نه لري، خلک دې په خپله ورته پام وکړي، لکه له ډنډونو د موانعو راتاوول، د څاګانو پوښل، په کور یا کلي کې د لومړنیو مرستو صندوقونو جوړول او د لومړنیو مرستو رسولو زده کړه.
دوی زياتوي، د دولت په کچه دې دولت تر خپله وسه تیاری وکړي او د نورو هېوادونو له تجربو دې ګټه پورته کړي.