بلخ کې  یو ماشوم د انسان تښتوونکو لۀ منګولو ژغورل شوی دی 

0
267

بلخ کې  یو ماشوم د انسان تښتوونکو لۀ منګولو ژغورل شوی دی 

د دغه ماشوم نوم یوسف دی او د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د ډاکټر قیوم حکیمي زوی دی. ډاکټر قیوم حکیمي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: “د خدای په فضل او د اسلامي امارت د مجاهدینو په زړورتیا یوسف د ظالمانو له منګولو ازاد شو.” انسان تښتوونکو تېره اوونۍ د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې له کارته باختر سيمې څخه يوسف وتښتاوه. بلخ د هېواد په شمال کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د سړي تښتونې پېښې پکې ډېرې کېږي.

 

(2022 / 9 / 26    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په بلخ ولایت کې د ا.ا د حکومت چارواکي وايي، هغه لس کلن ماشوم چې تېره اوونۍ د سړي تښتونکو له لوري تښتول شوی و، خوشې شوی دی. د ا.ا ځواکونو يوه امنيتي چارواکي نن دوشنبه د غويي په ٤مه، پر ټوېټر ليکلي، چې دغه ماشوم د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ژغورل شوى دى.

د دغه ماشوم نوم یوسف دی او د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د ډاکټر قیوم حکیمي زوی دی. ډاکټر قیوم حکیمي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: “د خدای په فضل او د اسلامي امارت د مجاهدینو په زړورتیا یوسف د ظالمانو له منګولو ازاد شو.

اړوند موضوعات: 

طالبانو کابل کې څلور انسان تښتوونکي نیولي دي

” انسان تښتوونکو تېره اوونۍ د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې له کارته باختر سيمې څخه يوسف وتښتاوه. بلخ د هېواد په شمال کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د سړي تښتونې پېښې پکې ډېرې کېږي.

Leave a reply