طالبانو کابل کې څلور انسان تښتوونکي نیولي دي

0
99

طالبانو کابل کې څلور انسان تښتوونکي نیولي دي

طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ښار اتمه حوزې اړوندع سیمه کې ئې په یوۀ کور کې څلور انسان تښتوونکي نیولي دي.

دوی وايي چې دغو کسانو به د کابل له ښار څخه واړۀ ماشومان وړل او بیا به یې له پلرونو پیسې غوښتې او مقابل کې به یې دوی بېرته دغه ماشومان خوشې کول.

 

 

(2021 /  10 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)

طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ښار اتمه حوزې اړوندع سیمه کې ئې په یوۀ کور کې څلور انسان تښتوونکي نیولي دي.

دوی وايي چې دغو کسانو به د کابل له ښار څخه واړۀ ماشومان وړل او بیا به یې له پلرونو پیسې غوښتې او مقابل کې به یې دوی بېرته دغه ماشومان خوشې کول.

طالبانو د یوې وړې ماشومې د انځور په خپرولړ سره ویلي چې دغو څلور کسانو چې یو پلار، زوی ، مور او نګور ؤ یوه وړه ماشومه تښتولې او بیا وژلې ده.

طالبانو د وړې ماشومې دجسد انځورونه او ویډیو له رسنیو سره شریکه کړې ده او هم یې د دغو انسان تښتوونکو چې د یوۀ کور غړي دي انځورونه رسنیو ته ښودلي دي.

دغو انسان تښتوونکو د رسنیو پر وړاندې په خپلې ګناه اعتراف کړی دی او ویلي دی چې تر دې وړاندې څو ماشومان دوی د پیسو مقابل کې بېرته خوشې کړي او ځینې یې وژلي دي.

طالبانو بیا ویلي چې عدلي او قضايي اورګانونه به دوی ته جزا وټاکي او په سزا به ورسېږي.

تر دې وړاندې هرات ولایت کې څلور کسه انسان تښتوونکي طالبانو په عام محضر کې اعدام کړي ؤ.

Leave a reply