اسلام امارت په کابل کښې غلا نیولي دي
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د پایه تخت کابل نه داسې رپورټ په ټولنیزو رسنیو خپور شوې دې چې د کابل د امنیتي قوماندانۍ مسولینو دلته څو کسان د غلا پو تور نیولي دې او د غلا په تور ګرفتار شوي کسانو نه نورې پلټنې روانې دي.
د سرکاري رسنې باختر نیوز په ټویټر پانړه خپور شوی رپورت مطابق د کابل په تایمني په اووم سړک ،په ۴ څلورمه حوزه کښې ی ۴ څلورکسان د غلا په تور نیولي دي. د غلا په تور نیول شوي کسان جیل ته لیګل شوي او دوی نه پلټنې روانې دي.
یاده دې وي چې کله نه چې په افغانستان کښې د طالبانو کنټرول لاس ته راغلې نو په بیله بیلو سیمو کښې ی د غلا په تور ګنړ شمیر کسان نیولي دي، څو ورځې وړاندې هم طالبانو داسې کسان نیولی او بیا وژلي وو چې دې کسانو یو سوداګر د پیسو لپاره تښتولې وو، دا کسان بیا طالبانو نیولې وو.
د کابل د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د څلورمې حوزې د تایمني اووم سړک کې یې څلور تنه د غلا په تور نیولي دي. pic.twitter.com/M5h53Zghbq
— BNA Pashto (@bnapashto) October 3, 2021