افغان اولس سره د پاکستان مرستې جاري دي: منصور احمد

0
201

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه د پاکستان سفارت کابل نه جاري شوې یو خبرپانړه خپاره کړې ، په خبر پانړه کښې لیکل شوې چې د پاکستان نه شپږ د بشري مرستو نه ډګ ټرکونه افغان اولس ته ډالۍ کړې شو.

په دې ۶ شپږ ټرکونو کښې خوراکي توکي او داروګان شامل وو کوم چې په تورخم پوله د افغانستان اسلامی امارت مشرانو ته حواله کړې شول.

منصور احمد لیکل چې د ټرکونو د تورخم له لارې افغانستان ته منقل شول، دا بشري مرستې به جنګ ځپلې افغان اولس ته ورکولې شي. یاده دې وی چې کله نه چې په افغانستان هیواد روس قبضه وکړه نو هم دا پاکستان هیواد وو چې د ۲۰ شل لکونه نه زیات افغان مهاجرینو له ی په خپل ملک کښې د اوسیدو اجازت ورکړل، افغان مهاجر په ډیر سخت تکلیف کښې پاکستان ته راغلل،دلته ی ژوند تیرول او کاروبار پیل کړل او نن هم د د سرکاری چارواکو مطابق په پاکستان کښې ۳۰ دیرش لکه (درې ملیون) افغان مهاجرین ژوند کوي، دلته د خاندان سره ژوند تیروي او خپل کاروبارونه ی پیل کړي دي.

Leave a reply