د امریکایی فوځونو د افغانستان نه وتل او د پاکستان کردار

0
71

باغي ټي وي رپورټ
د فرورۍ په میاشت ۲۹ نیټه کال ۲۰۲۰ یوه تاریخي ورځ وه، په دې ورځ د افغانستان اسلامی امارت او د امریکا هیواد ترمینځ په دوحه قطر کښې یو لوظنامه وشوچې ، په دې لوظنامه د افغانستان اسلامی امارت یو مخکښې ، د قطر سیاسي دفتر یو فعال غړې او موجوده د افغانستان ډپټي وزیراعظم مولا عبدالغني برادر او د افغانستان لپاره د امریکا حکومت خصوصي نماینده زلمۍ خلیلزاد لاس لیکونه دي.

ددې لوظنامې اهمې نقطې دادي چې د افغانستان خاوره به د امریکا او ددې هیواد د اتحادیانو په ضد کله هم نه استعمالیږي او یوه بل مهمه نقطه پکښې دا وه چې د افغانستان نه به د بهرني ځواکونو د ویستلو لپاره یو وخت مقرر کړې شي.
که څه هم داسې خبرونه د امریکا هیواد او د نورې نړۍ هیوادونو نه خپاره شول چې دا ناممکن ده چې افغانستان په دې حال کښې پریښودل شي چې ټول بهرني ځواکونه ترې واپس لاړ شي، خو د امریکې اولس مشر ددې بیانونه باوجود د افغانستان نه د امریکایی فوځونو د ویستلو اعلان وکړو او آخر هم په ۳۱ اګست کال ۲۰۲۱ د امریکا او نیټو ځواکونه د افغانستان نه واپس اووتل.
په افغانستان کښې د امریکایی فوځونو په وتلو د خوشحالۍ او آزادۍ څرګندونه وشوه، د امریکا پخواني د فوځ مشرانو نه داسې بیانونه راغله چې امریکا چې د افغانستان نه فوځونه اوویستل نه جنګ کښې ی شکست اوخوړلو، د چین هیود د طرف نه هم داسې دریځ مخې ته راغې چې امریکا په طاقت په افغانستان کښې امن نه شي راوستلي او امریکې په افغانستان کښې شکست خوړلې دې.

په داسې وخت کښې چې د امریکې خپل فوځیان او عوام وایی چې دوی په افغانستان کښې شکست اوخوړ، نور بهرني هیوادونه لکه چین او روس هم وایی چې امریکې په افغانستان کښې ماتې اوخوړه نو د امریکې کانګریس دا کار ډیر عجیبه او ناپوهي ده چې وایی چې په پاکستان دې اقتصادي پابندۍ ولګول شي.
د افغانستان د ستونزې د هوارولو لپاره د پاکستان کردار ته که وکتل شی نو دا به ډیره بې انصافي وی چې د پاکستان کردار ته په شک نظر اوګورو ، پاکستان طالبان او امریکا په یو ټغر کيښنول او آخر هم د طالبانو او د امریکا ترمینځ یوه داسې معاهده وشو چې امریکایی فوځونه د افغانستان نه اووتل او په افغانستان کښې اقتدار ډیر په ښه طریقه طالبانو ته منتقل شول، د اقتدار په انتقال کښې هیڅ کومه وینه توي نه شوه نه کومې دولتي ودانې ته زیان ورسید، پایه تخت کنټرول حاصلولو کښې هم طالبانو ته کومه ستونزه مخې ته را نغله او ډیره په ښه طریقه طالبانو د پایه تخت کابل کنټرول ترلاسه کړل.
سیاسي کارپوهان وایی چې په داسې وخت کښې چې دا هرڅه په ډیره ښه طریقه ترسره شو او وس امریکایی کانګرس او نور سیاستدانان د پاکستان خلاف د اقتصادي بندیزونو خبرې کوي نو دای ډیره ناپوهي ده.

Leave a reply